Reshtia

Sunday, May 5, 2013 9:46

 

د اپريل ۲۸، ۲۰۱۳ کال   راليږونکی : مصطفی کوچی

زه يـــــــــــو څلی

اول شکر دی په دې چـــــــــــــــــې زه انسان يم
دويم شکر دی په دې چــــــــــــــې مسلمان يم

خدايه ځار شم چې پښتون وجـــــــود دې راکړ
شکر شکر دی په دې هــــــــــــــم چې افغان يم

چې خپل رنګ ته کله ځير شمه نو خوښ شم
چې جوړ شوی له رنګونو د جـــــــــــــــــــانان يم

زه يو څلی يم سرونـــــــــــو نه جـــــــــــوړ شوی
زه اټک خو د يو لــــــــــــــــــوی قام ترجمان يم

شاعر اجمل اټک يوسفزی

انقلا ب

د نـــــــــــــــوي فکر خښتو او تهداب ته ضرورت دی
ملګرو اوس د مينې انقلاب تــــــــــــــــه ضرورت دی

راځئ چې د سرونو په ځای لاس يو بـــــــل ته ورکړو
د جل وهلې ځمکې مو تالاب تــــــــــــــه ضرورت دی

اوبه غواړي دا تـــــــــږې د جنګ اور سېځلې دښتې
را ځئ چې خولې توې کړو دريــــاب ته ضرورت دی

چې لر او بر ځوانان پرې رابيدار کانـــــــــــدې له خوبه
مـــــطربه ستا نغمو او ستا رباب تــــــــه ضرورت دی

نه بوټي کې زرغون شو نه په زلفو کـــــــــــــې زنګېږي
د باغ او د ليلا رنګين ګلاب تــــــــــــــــه ضرورت دی

راټول کړه پرې اټـــــــــکه سور سېلاب وړی ولس بيا
دستـــــــا د شــــــــــعارونو دې کتاب ته ضرورت دی

شاعر اجمل اټک يوسفزی

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012