Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۶، ۲۰۱۳ کال    

زوړ او ځوان راپاروي

pathan1

پنجاب وزرې کړي ستر افغان راپاروي
له خپل زور ناخبر أ-پهلوان راپاروي
غاصب ګڼي چې نور افغان خپل ځان نشي ګټلی
نو ځکه يې په هر ځای او زمان راپاروي
چې يو وخت يې د ټولو ښکر په بيخ کې و ريبلي
پنجاب بيا ښکرور شو احمد خان راپاروي
هيواد دی تل ساتلی د افغان غازي ملت
يو څو که پرديپال شول خو غازيان راپاروي
پنجابه تور مخ ورک شه آباسين نه اخوا واوړه
ستا تور لينګي نور ديخوا زړو او ځوان راپاروي
په ستونزو کې راښکيل افغان ته سپک نظر ونه کړې
ستا کوږ نظر دې لور ته لوی توپان راپاروي
کوړنګله نور به شليږي د ښکيلاک تور ځنځيرونه
چې تور پنجاب پاڅيږي زوړ پټان راپاروي

د ۱۳۹۲ کال د ثور ۱۵

pathan

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012