Reshtia

Saturday, June 8, 2013 13:15

 

د جون ۸، ۲۰۱۳ کال    

هم مړ پښتون، هم پړ پښتون

ياران مو ډيره ساده دي او رقيب مو ډير مکار
خدايه وموژغوره له دا هسې لوی غدار
بچې دی د انګريز، زده يې دي ډير فريب چلونه
يو چال لا مخکي درومي تر خپل لوی استاد بادار
اسلام په نوم جوړ شوی، خو دښمن د مسلمان دی
دې پاک کور د اسلام ته له هر چا دی ډير په قار
قاتل دې د ولسونو د اسلام پر ضد جګړه کې
د «ډرون» په يرغلونو ، يرغلګرو سره کلک يار
پښتون يې ټوټې کړې د انګريز په څير چې ايل شي
نوکر وي په ټول عمر کې پنجاب يې وي سردار
«ترور» يې پرې تپلې «تروريست» کې يې نيولی
هم مړ پښتون، هم پړ پښتون، هم بل په تور سنګسار
دا تل چې در په در يې ، وږې تږې کور په سر يې
پښتونه کور دې نه دی، پنجاب کور دی د اغيار
ستا کور يې دی ويشلی، جګړو اور يې پرې بل کړی
غاصب ستا په خپل کور کې تا یاغي بولي، اشرار
راټول شه خپل کور جوړ کړه له آمو تر آباسينه
پرو څخه يې پاک کړه، شه د خپل ستر کور واکدار
پښتون د ملا تير دی د افغان په ستر ملت کې
پنجاب سره يې بيل دي وينه، ژبه، د ژوند لار
هر څه ګتې کوړنګله که ويشلې افغان يو شو
خپلواک ژوند،ځواک،هويت، ملي وقار
د جون ۵، ۲۰۱۳ م کال


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012