Reshtia

Friday, July 19, 2013 12:23

 

د جولای ۱۹، ۲۰۱۳ کال   ميرنوازروهين

دکنړسينده

لکه دوه زامن ديوې مورچه يوبلته غاړه پريوزي
تړمې اوښکې ددووسترګوچه ګوګل ته غاړه پريوزي
داسې ستامستوڅپوکې نورستان اوکنړدواړه
ستاپه غيږکې ننګرهار،لغمان کابل ته غاړه پريوزي
ورانوې ددښمن پولې لوي درياب درځينې جوړشي
لراوبرسره يوځاي کړې انقلاب درځينې جوړشي
اې زمادکنړسينده ستاپه مټوکې ډيرزورشته
په څپوکې دې مستي شته ګردابونوکې دشورشته
دکنړدسرشمله ئې دمشرق دوقارنښه  
تاکې ننګ شته داسماروتاکې عشق دوټه پورشته
زموږتنده په تاماته لراوبرپه تاآباددى
دکنړاوننګرهارپه شان خيبرپه تاآباددى
زه پوهيږم ستاپه زړه کې شته لاډيرډيرآرمانونه  
غواړې دشتې موخړوب کړې ښايسته موکړې باغونه
ستاآرزوده چه روښانه کړې زمونږطيارې ګوډلې
دښمن نه پريږدي چه جوړشي په تاباندې لويبندونه
ترهغوموطمع نه شته څوچه داجنګسلاران وي
دپردوپه لاس اشغال چه زموږګران افغانستان وي
دښمن کله غواړي ګرانه چه ته هم ښاداوآبادشي
ستااوبه شي راايسارې برښناکوټ دخپل هيوادشې
ستااولس په توپوولي،ستاپه غروراکټ باران کړي
پيرزوينه په موږنکړي چه رښتيازموږجايدادشې
ماتې پولې دبيلتون کړه لراوبرسره يوځاي کړه
اې زمادکنړسينده لوي ټبرسره يوځاي کړه
اې زمادکنړسينده پنجاب تاخپلول غواړي  
ترنړۍ ئې لاس رااوږدلاندې ګوشته خپلول غواړي
ايراني آخوندان هم دې کارکې وروسته پاتې نه دي
هلمندحق ګڼي دخپل ځان هم سلما خپلول غواړي
استخدام ئې ډيرلاسپوڅي ډلې ډلې ګوډاګيان دي
څوک وسلې لري په لاس څوک مودربارکې حاکمان دي
موږکه ټول سره يوځاي شووطوطئې موکړلې شنډې
جوړمولوى افغانستان کړودسيسې موکړلې شنډې
کړې موايسته دانګريزپه لاس جعلي دبيلتون کرښې
دپنجاب سرکې بې ځايه وسوسې موکړلې شنډې
بيابه تادکنړسينده په هرلورګل اوګلزارکړو
هرخاشاک به دي بيا هله ددشمن دسترګوخارکړو
شا قاصدزموږدلوري داپيغام لروته يوسه
اندېښنې مودزړګي ارام ارام لروته يوسه
دايوڅوکرښې زماروهين له خواورته ډالۍ کړه
پيرزوينې موبې شميره هم سلام لروته يوسه
څوچه يونه شې پښتونه بله لاردخلاصون نه شته
حق په زورآخيستل کيږي بل منتراوآفسون نه شته

ميرنوازروهين
جرمني اوفن باخ 15.05.2013


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012