Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د نومبر ۲۵، ۲۰۱۲ کال   شاولي آرين

دهیواد دپیاوړي اوپه هیواد مین شاعرعلي ګل پیوند په درناوي
د۲۰۱۲زکال دنومبرد میا شتې ۱۷نیټې غونډه

ښاغلو،اغلو،دوستانواود بهرنه راغلو میلمنوته سلام. په خپل وارسره غواړم ددې پرتمینې غونډې د جوړونکواوپه خاص ډول د ښاغلی ودیرصاحب نه مننه وکړم چې دا وار یې بیا په ریښتیا سره دیو حقدار اوپه وطن میین شاعرد شعري استعداد اووړتیا دیاد او درنښت په خاطردغه غونډه رابللې ده.
درنودوستانوپه ژوندانه کې دهیواد دپیاوړولیکوالانو،شاعرانو،فرهنګیانواوملی شخصیتونوویاړنه اویادښت هغه دوددی چې په دې څوورستیوکلونوکې ترسترګوکیږي هیله شته چې دغه دود دهیواد دننه اوبهرکې لا پسی پیاوړی شي ترڅوزموږهیواد وال خپل ملي،فرهنګي شخصیتونه ښه وپیژني دکړنواواستعدادونونه یې ګټه واخلي اوپرلارویې پل کیږدي.
دادی ددې فرهنګي بهیریولوړشخصیت خوږژبی شاعرپرما ګران اوقدرمن ملګری علي ګل پیوند چې په یقین سره یې دشعرونوترنم،نوښت،خوږښت،هیلې اونا اومیدي،اه اوفریاد،مینه اوښایست کړیکي اوخوشالي دهرلوستونکي اومینه وال زړونه ور سره پیوند کیږي دادی نن ورسره دزړه خواله کوواوڅه چې لروهغه دده په هکله وایواودده نه یې هم اورو.
پیوندصاحب زما نږدې ملګری دی اود ډېرپخوا نه یې پیژنم دشعراوشاعرۍ سره یې مېنه لرم اوشعري ټولګې مې ورته لوستې دي چې اغیز یې پرما زما مینه اوخوزښت دلیکوالۍ اوشعرویلولورته پیوندورکړ. ښاغلواغلوتاسوته جوته ده چې دپیوندصاحب نوم له ډېرې مودې دپښتوپه فرهنګي بهېراومعاصرشعري حلقواوټولنوکې خوردی. دده له شعرونو سره ټول دشعرمینوال اوپه خاص ډول پښتانه بلد دي او خورا مینه ورسره لري.
دروند لیکوال ښاغلی عبدالهادي هادي دپیوندصایب په هکله داسې وایي:«له کوم وخت نه چې ما دپیوند شعرونه لوستلي پوهېږم چې پیونددکلیمې په ریښتینې مانا شاعر دی اوشعر لیکي. پیوند په شعرکې تر ‌ډېره حده ځانته لاره لري اوهرڅه چې لیکي هغه یې خپل دي. دپیوند دشعریوه ځانګړتیا داده چې لوستونکي دې ته اړباسي چې دهغه شعرونه څوڅوځله ولولي،فکرپرې وکړي او دده دشعر ژورو ته ځان ورسوي».
ریښتیا چې همداسې هم ده. دپیوند صایب دې کلام ته ځېر شۍ:
زما مړي ته کفن ورسره ورکړۍ     ټپسان راته پرې نږدۍ په ټټر
دوطن دمورلمنه کې مې خښ کړۍ     دکابل خاوره مې وشیندۍ په سر
بل ځای دهیواد پیاوړی لیکوال شاعرافضل ټکورداسې وایي:«دپیوند دشعرکړیکې زموږپه زړونو کې اوسیږي اودپښتودمعاصرشعرتلپاتې بیلګې یې بللی شو.پیوندپه سیلۍ کې دابتکاراونوښت په لورقدم پورته کړی او دیو ریښتیني شاعر په توګه دپیښواوحادثوپه وړاندې بې تفاوته ندی پاتې شوی.په سیلۍ کې دهغه شعري ایډیال ډیرلوړ دی او لکه څنګه چې د سیلۍ له نامه څخه ښکاري دغه سیلۍ زموږ دهیواد دپیښواو حادثو سیلۍ ده.دغه سیلۍ زموږ دهیواد دپیښوترجمانه چې په حقیقت کې په خپله لمن کې ډېرې هیلې،نا امیدي ،ارمانونه اوپیغامونه لري چې دسیلۍ پرځای دګلونودوږمې ځای نیولی شي.دغه سیلۍ دپسرلي دګلونووږمه ده. دتالا شوي پسرلي سندره ده. دورانو کنډوالو یو ژوندی تصویر دی. دخیال اوتصوریوه رنګینه تابلوده. دپیښو اوحادثو یوه تراژیدي ده. دناخوالواو نابرابریویوه هنداره ده. دپیښویوه افسانه چې هم پکې ښایست په ټوپونو دی هم په کې مینه شته اوهم په کې دخیالونو یووالی. دغه مینه او ښایست،دغه دسوو زړونو اه او فریاد د پیوند په غزلیزه او ازاده شاعرۍ کې ښه پیاوړی او ځلیدونکی دی.» کټ مټ همداسې دی. دا کلام واورۍ.
که پرې مرم که پاتې کېږم دامې ننګ دی    جنتونه سره ګلونه مې ستا څنګ دی
    ددې بڼ له سروغوټوپوښتنه وکړۍ             چې دګلورنګ دچا دوینو رنګ دی
درنو دوستانوتاسو ته روښانه ده که دپیوند صاحب دژوندانه  دځوانو ځوانیوپرسپرلي دهیلواو ارمانونوپر بهېردعشق اومحبت پرکاروان شعري بهېردپردي غوښتونکواوشوروي ښکیلاکګرو(اته) کلن زندان نه وی تپل شوی،نوڅومره به یې دپښتود فرهنګي او شعري بهیرپه پیاوړتیا کې ونډه درنه  وای اوهم به یې اوس فزیکي حالت اودګوتوځواک دشعري بهیردپیاوړتیا نورې زمزمې اوهنګامې زیږولی وای. نه نه ،زندان د ده دسپرلي پرهیلووریځې خپرې کړې فزیکي توان یې ورکم کړخوهیوادنۍ مینه او هوډ یې نورهم ورلوړ ټینګ او دشعراو شاعرۍ کیفیت او ماهیت یې نور هم ژوراوپیاوړی شو که دپیوند صاحب د زندان نه دمخه او بیا راوروسته شعرونه سره پرتله شي نوزما ددې خبرې بیلګې په کې لیدلی شې.
دوستانودوخت د کمښت له امله ډېرڅه نه شم ویلی خوغواړم دده دشعرونو څوبیلګې دوستانو ته وړاندې کړم.
مال مې وړي بچي مې وژني کورمې سیزي      راپیښ شوی مې په مينه کوم پرنګ دی
دریدي په څېرمې سره سینه کې ګوره            نورمې څه پوښتې چې څنګه یې لا څنګه
کعبه زما دذهن کې شیطان لوبې کوي          ماشومه تلوسه مې په ایمان لوبې کوي
سرواوښکوله دې وایه چې په دغه لاره نه ځي   دنیل خدایان لګیا دي په انسان لوبې کوي.
په سیلۍ کې د پیوند صایب دغه ساده او روایتي غزل چې خورا ډېر زیات شعري قووت لري خوند ترې واخلۍ.
ماته ونه لیکې خوږې خبرې       دشاوخوا وړې وړې خبرې
زړه مې تودوخه ستا دمینې غواړي   راسره پریږده دجګړې خبرې
اویا:             ما په خوږوشعروکې زړونه ایښي    ګلونه یارته مې ګلونه ایښي
ډالۍ دمینې د زړه وینې شولې      دبوډۍ ټال کې مې رازونه ایښي
یا :           دکچه ساقي پیالومحفل خراب کړ     په رندانوپسې مه تړۍ تورونه
یا:           اوراوګل که راته کیږدې،ګل به واخلم     که مې زرځله یارومنډي په ګور.
ددوستانو د پاملرنې نه مننه.
پای


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012