Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۲ ، ۲۰۱۲ کال   شاه ولي ارین

د فکر ټال (لنډه کېسه)

هغه زموږ د کلي د پخوانیو اوسیدونکو کلیوالونه وه. خاوند یې جلند ر اکا چې زما نه یادېږي  ډېر پخوا ومړاو ترې دوه نوڼې اویو درې میا شتینی ځوی پاتې ول.د خاوند نه ورته یوازې یوه کنډواله کور ورپاتې و ،چې هسې یې ژوند په کې تېراوه. نوڼې یې پیغلې اویوه د بل   پسې واده شوې. مګرد هغې خوارکۍ ټوله هېله خپل کوچني ځوی مېرزمان ته وه، چې که خدای کول هغه به ورته لوېږي اود ستونزو نه  به خلاصېږي.  ټولوکلېوالو ورته اناره ترورویل،او د ټول کلي د وړو،زړو ترور وه.  په ځوانۍ کې کونډه شوه خو مېړه یې ونه کړ اوپه خپلو بچو کېناسته  نوځکه نوره هم د کلي کورپه خلکوګرانه شوه. هغې به وږي ټولول اود ځینوشتمنوکورنیو د کورورته کارو باریې کاوه.اود ځان او مېرزمان  ګذاره به یې پرې کوله. هغه دومره په کور،کلي ګرانه وه چې د ټولو کلېوالو کورونو ته به بې له پوښتنې ورتله او د هرچا دکورملکه وه.  هغې به هر وخت د ځان او نورو سره داسې ویل چې: « زما په ژوند کې به وګورم چې مېرزمان راته ځوان شي،واده شي،دمسیوڅښتنه   شم اودمال ، دولت خاونده . هوما دغه خوب لېدلی،سوچ کې مې ګرځي،کوم پېریا اولېیا راباندې غږ کړی،همداسې به انشأاله هم وشي.» هو! مېرزمان هم ورو ورو لویده ،او په کوچنیوالي کې خورا هوښیار،زېرک ماشوم  و. همېشه به یې خوله د خندا ډکه وه. انارې ترور د خپل د مزدورۍ هست او بود یوازې تر مېرزمان نه جاره ول. په اخترونو،جشنونو کې به یې ځان ته جامې نه کولې او مېرزمان ته به یې کټ مټ هغه جامې کولې کومې چې به ملک صیب خپل ځوی ته کولې. اناره ترور به کله دا سې په فکراوټال کې روانه وه هر څومره چې به چا ور غږ کړهغې به نه اوریدل اود خپل او مېرزمان د ژوند دپا یلې سوچ اواندیښنې به یې کولې.کله چې مېرزمان د شپږو کلونو شو،انارې ترور دنورو کلیوالو اوملک صیب د ځوی سره یو ځای او په یوټولګي کې ښوونځي کې داخل  کړ. مېرزمان تر اتم ټولګي ښوونځی په خورا مېنه ولوستل اوپه ازموینه کې به کله لومړی اوکله دوهمه درجه ترلاسه کوله چې په دې  ترتیب به دانارې ترور د اومېدونودفکرټال نورهم پسې باوري کېدو. خوله بده مرغه کله چې مېرزمان دځوانۍ داحساساتوپه بڼ ورګډ شو په  اتم ټولګې کې یې د څوتنو بی سرو،تنبلوزده کوونکوسره  ملګرتیا شوه،او د هغوﺉ په لومه کې راګېر شو. ډېربه داسې پېښیدل چې دکوره به د ښوونځي په نامه راووت او اونۍ، اونۍ به ښوونځي ته نه ورته.او ددغو بې سرو او وړیا هلکا نوسره به د باغونو،پالیزونو،هندوانواو خټکیوپه لوټولوهسې ورځې تېرولې. هغه د درې کالو پرله پسې ناکامیووروسته د ښوونځي نه ځواب شو. دلوست اوزده کړې نه وتل نور هم دده د راتلونکي ژوند یو سترګواښ وګرځید.  اناره ترور لا اوس هم یو څه نا هېلې نه وه. چې ګوندې مېزمان اوس ځوان دی. هغه به څه بل کار او کسب وکړي.او کله یې داسی هم ویل. «پلاریې چېرې ښوونځی لوستی وه.» اوس نو مېرزمان د کلي دبیکاره،لټانو،اووړیا ځوانانوسره کلي کې ملګری شو، قمار،چرسواو غلا ته یې مخه شوه. دکلي کورد خلکو خبرې یې نه اوریدې. مېرزمان اوس ددغې ډلې هغه د موریو نازولی ځوی و چې د هیچا پروا یې  نه ساتله. خوکه چا یې مورته هم ترې انګېرنه کوله انارې تروربه ویل چې: « هغه وړوکی دی. نوی ځوان شوی،وايي چې پلاریې هم په ځوانۍ کې همداسې و. وروسته بیا ښه شو.» او کله خوبه یې له قاره بیا داسې هم ویل «خدایه دټولو سترګې زما ځوی ته دي دهیچا پرې ښه نه لورېږي». اوس نود موردغه نازولی ځوی نوردهیچا او آن د مولا صیب جلات خان چې ټولوکلیوالو یې احترام کاوه هم خبره نه منله.اوس نو د کلي غټ جوارګراوغل شو دباغونواو پالیزونودغلاوو نه یې پښه دکلي وکورونو ته وغزیده او د خپل پلارنه ورپاتې مېراثي کوریې هم په جواریو کې وبایله. انارې ترور چې هرکال د ژمي د پاره د وږو د دانو او غلونه یو څه ذخېره ځانته ساتله هغه هم دا کال مېرزمان په جواریو کې دلاسه ورکړه. اناره تروردځوی ددې بد سلوک له امله نورچا خپل کورته هم نه پریښوده.او هغې ته ټولو کلېوالونور دکور کار هم نه ورکاوه اود ژوند ټولې لارې پرې بندې شوې. اوس نورمېرزمان په شپو،شپو کورته نه راته اواناره تروربه کورکې وږې تږې شپې تېرولې او چا ته به یې د شرمه څه ویلی هم نه شول. اناره ترورنور دمېرزمان کړووړواو پېښوکلیوالوته دومره کمه کړه چې نوره جوړه لېونۍ شوه.او د ورځې له خوا بیا چا هیڅ دکوره بهر ونه لېدله یوارې به د شپی له خوا کله ځینو لېدله چې د ځان سره به هسې غوریده او هسې به ګډه وه او ویل به یې .«مېرزمان،مال ،دولت او مسیان،مسیان». اوس نورمېرزمان په کلي کې ځای نه درلود اود کلي نه بهر شو.او چا به ویل چې ایران ته ولاړ. ویل کېدل چې هلته هم دقاچاقوپه تور بندي شو. هوبندي.  دکلونو وروسته هغه داسې یو وخت کلي ته راغی ،چې اوس نو پاڼه بل لورته اوښتې وه. دغلواولوټماروچټئ مورشوې وه.اوس نو مېرزمان دخپل کلي پاچا و. شل کسېزه وسلواله ډله یې په لاس کې وه.او د پردیوپرضد یې جهاد کاوه. حال دا چې په کلي کې پردي چېری ول؟ ډېرکورونه یې بیا د جهاد ترنامه لوټ کړل. ډېربې ګناه انسانان یې ووژل، پرهغه چا چې یې کور پلورلی و،هغه یې هم وواژه. دوه درې ودونه یې په زورسره وکړل. د ډېرمال ،دولت او،اولادونو څښتن شو. خو اناره ترور چې په سترګو ړنده او وجود بېخي نا توانه شوې وه د مېرزمان نه یې سخته کرکه راتله. یوه ورځ مېرزمان غوښتل چې هغه د سترګو د درملنې د پاره روغتون ته یوسي تر څو یې  سترګې جوړې شي او هغه هېلې اود فکرټالونه  چې یې د مېرزمان په هکله زړه کې لرل اواوس هغه هرڅه هغه ترلاسه کړي ول په خپلو سترګووګوري. هو انارې ترورچې د خپل ځوی ددې هوډ نه پوه شوه د واره دکوټې نه را بهر شوه او ددغه ځای ټولو اوسېدونکو اود ځوی شل کسېزه ډله یې هم راوغوښته اوکوکه یې کړه داسی یې وویل: « هو ځما خوبونه خوریښتیا شول،مېرزمان د هر څه څښتن شو، خو زه ډېره نیک بخته یم چې سترګې مې ړندې دي. ځما د فکرټالونه خو مېرزمان ډېرپخوا په سیند کې لاهو کړي ول. ما خودداسې بې ننګۍ اوبې شرمۍ مال،عزت او مسیان نه غوښتل،تو لعنت دې وي په تا ،شرمېږم چې ته مې ځوی یې ستا د شرم نه ډکې درملنی نه مرګ راته  ښه دی » هو کلمه یې وویله کوکه یې کړه څو سلګۍ یې ووهلې او ځان یې رب ته وسپاره او ومړه. جنتونه یې نصیب شه. پای

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012