Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۶، ۲۰۱۲ کال

د عصر کاروان

karwan

ټول چه سره یولاس او یو ځان نه شو
یوبل سره وروڼه اوخپلوان نه شو
څوبه لا وېده وودغفلت په خوب
پورته نه شوویښ نه شو روان نه شو
ورک کړو هغه دغه یوټبرجوړ شو
یو مټ نه شو یوزړه یوګمان نه شو
څیرې چه تیارې دجهالت نه کړو
جوړسمبال په پوهـه اوعرفان نه شو
هرکس اونا کس به په موږ لوبې کا
سم چه دپلرو نیکو په شان نه شو
عشق کې دوطن چه ځان ساتی نه کړو
څوچه د دې شمعې پتنګان نه شو
لوستی اوفارغ له دمکتب نه شو
سم چه د دې لارې پیروان نه شو
ټول چه ترې سرونه نظرانه نه کړو
زار نه شو له مینې یې قربان نه شو
پل چه دهغو په پلونو کشې نه ژدو
بیا لوی احمدشا او میرویس خان نه شو
نه خیږی اواز دیوه لاس ځینې
دوه نه شو لا ډېر نه شو پرېمان نه شو
هیلې داغیار چه پرې لاهو نه کړو
تندر داسمان نه شو طوفان نه شو
هلته به موحق وی دوطن ادا
ستړی نه شو دلار کې ستومان نه شو
څو چه مودښمن دقوم زبون نه وی
پوه شئ تر هغو به په امان نه شو
سمدم چه الهام دخپل اولس نه شو
شور نه شو اواز نه شو فغان نه شو
هلې ما درزار کړې پښتنو وروڼو
پاتې چه دعصر له کاروان نه شو
هومره به ناخوالې راسره اوسی
پوه چه په دې اصل زوړ او ځوان نه شو
هسې به بې ځایه هلې، ځلې وی
څو چه یو مضبوط غوندې سازمان نه شو
مینه دوطن هومره ساده نه ده
در کې یې دعشق چه ملنګان نه شو
یوروهین به شی دکوم افت دوا
ټول په اتفاق چه زوړ او ځوان نه شو

میر نواز روهین
جرمنی- اوفن باخ
۱۳.۰۱.۲۰۱۲ کال

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012