Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د پوهندوی رحمن الدين اکبري ساپي له کتاب څخه (د اروا پوهنې په رڼا کې)

د لويانو خبرې

greattalk

ژوند د هغې نه ډير لنډ وي چې عبث يې تير کړو . (راستګوفريبر)
حقيقي زړه ورتوب او شجاعت د ژوند پر سختيو بری دی .   (ناپلیون)
ژوند د پلټنې او کيندنې نه عبارت دی.   (مارتين)
زموږ ډير لوي وياړ دا نه دی چې په ژوند کې و نه ښوييږو، بلکې دا دی چې د هرو ښوئيدو نه وروسته په پښو ودريږو .     (کنفنسيوس)
اوبه تر هغه وخته پورې چې روانې او په حرکت کې وي پاکې او صفا وي که چيرې ودريږي نو ورو ورو خوسا او ناپاکه کیږي . د انسان او د ملت ژوند همدغسې دی .   (نهرو)
هغوئ د ژوند نه ګيله من دي چې ناشونې غوښتنې لري .   (رنان)
که ژوند ډير څه نه ورکوي ، مانا يې دا ده چې ډير څه مو ترې نه دي غوښتي .   (مارسل پيره وو)
ژوند يوښکلی کتاب دی خو نالوستو ته ګټه نه لري .   (کارلوګدلروني)
په دنيا کې ځانله هغوئ ماتې خوري چې د تلاش او مبارزې نه يې لاس اخستی وي .   (توماس)
په دنيا کې دوه ځواکه شته، توره او تدبير. چې ډير ځله توره د تدبير په وړاندې مغلوبه شوې ده.  (افلاتون)
د تندرستۍ او روغتيا لپاره بل هيڅ شی دومره زيان نه لري لکه چې په يوه غذا بله غذا ور زياته شي .   (بو علي سينا)
مجبور يم چې سپورت وکړم ، که نه عقل مې ورستيږي .   (تولوستوی)
ناپوه مه وژنۍ، ناپوهي يې ووژنۍ .   (سيدجمال الدين افغان)
د علم په زده کړه کې شرم نه دې په کار . ځکه چې ناپوهي تر شرم ډيره بده ده.   (افلاتون)
بې زحمته ژوند کړاو دی او بې علمه ژوند ځناورتوب .   (سقراط)

د لويانو خبرې

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012