Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۳، ۲۰۱۲ کال

مه بد بد مه ورته ګوره ، دا زما نازولی دی

لیکونکی  : فیض علي کوچی

خبر دار اوسه! چه

دوﺉ زمونږ دښونځي زده کوونکي وه
 دوﺉ زمونږ ټول آوامر اجرا کړي دي
دوﺉ زمونږ ډیر خدمتونه کړي دي    .
  ددوﺉ غوږونه  زمونږ دآهنګ او امر سره آشنا دي
 دوﺉ له مونږ سره ډیر وخت تیر کړی دی
دوﺉ زمونږ په دستر خوان لوی شوي دي
دوﺉ ته مونږ همیشه هر څه پاخه او تیار ورکړي دي
 دوﺉ همیشه زمونږ امر ته تیار سۍ ! ولاړ وه
دوﺉ څه شی  هیڅکله ندی پلان کړی،ځکه
 دوﺉ ددغه شیانو زده کړې ته وخت نه درلود
 بلکې دوﺉ به  په خپل کور باندې زمونږ پلانونه عملي کول، ځکه
دوﺉ ته کشمش او پنبه دانه دواړه یو شان دي
دوﺉ زمونږ دخوشحالۍ لپاره هر څه ته تیار وه
دوﺉ به زمونږ  په خاطر هر څه کول، او له هر څه تیر وه، او
دوﺉ به له مونږ سره  ډیره وفاداري کوله،نو
دوﺉ به زمونږ په قو مانده  خپل کلی او بانډې ورانوولې او
دوﺉ به زمونږ په غوښتنه  دخپل ورور سر غوڅاوه،او
دوﺉ به زمونږ دخو شحالۍ  په خاطر  ښکلې آبادۍ، پلونه ، بندونه ،
ښوونځي او روغتونونه ،سوځوول، ښوونکي به ئې ځورول،،او
 دوﺉ به زمونږ هر څه  په پټو سترګو منل،
 دوﺉ به زمونږ  دګټو د ساتلو په خاطر دسره تیر وه
 دوﺉ به زمونږ په خاطر خپله ماینه کونډوله او اولادونه به ئې سپیره یتیمان پریښودل
دوﺉ ته دبې شمیره ودانیو ،ښوونځیو ، شفاخانو  او فارمونو له منځه وړل او ورانوول د دقیقو او ثانیو کار وه
 دوﺉ زمونږ ددوستۍ په خاطر خپل ښکلی ګلشن او لاله زار وطن په سره تبۍ تبدیل کړی وه
ددوﺉ په کور کښې داور لمبو وچ او لانده ټول وسیځل ، هر څه زمونږ دهیلو قرباني شول
دوﺉ نه روغه پیژندله او نه سوله او نه ورورګلوي داولې ؟  دا ځکه چه
دوﺉ زمونږ د ښوونځي شاګردان وه  او مونږ روزلي وه اومونږ ورته تر بیه ورکړې وه
 او همیشه چه به مونږ څه ویل دوﺉ به  پر ځای کول ، نوڅګه
دوﺉ نن په ښایسته کرسیو ناست دي،
 نن دوﺉ دمنصبونو او چوکیو خاوندان دي
نن دوﺉ دالله په فضل دبانکونو خاوندان دي
 نن دوﺉ بې مکتبه پوهاندان او دوکتوران دي،ځکه
نن دوﺉ د پروني خدمت پایلې ګوري او مزې کوي ،او
نن دوﺉ کروندې او مزدوران  ،خدمتګاران  اوبې شمیره چاکران لري
نن دوﺉ د الوتکو هوائي ترانسپورتونه لري
نن  دوﺉ  قیمتي قیمتي ګړندۍ مو ټرې او دنګې دنګې ما ڼۍلري
پرون ئې هیڅ نه درلوده ، مګر نن د خدای په فضل او زمونږ له برکته دخپلو شخصي ښار ګوټو خا وندان دي
نن دوﺉ د زور واکداران ، وزیران، رئیسان  او پارلمانیان دي
نن دوﺉ دهر شي څښتنان دي
 مګر  خبردار اوسه ! خبردار
زه تاته دا حق نه درکوم چه زما نازولي ته بد بد وګورې یا ترې خپل حق وغواړې او یا ترې حسا ب وغواړې ، فکر دې اوسه چه دوﺉ سره به دشفافیت  ، عدالت ،او نورې ..... خبرې نه کوې ،دوﺉ لا د دې شیانو سره  آشنا نه دي ،خبر دار دلته د  میم زر ما ټوله زما  آزاد مارکیت او دآزاد بازار قانون دی؟ دلته دحق او عدالت افسانې مه وایه او هغه د انتقالي عدالت او دریښتینولۍ کوم خوبونه چه تا لیدلي دلته نه  رشتیا کیږي،مونږ دومره  دې شیانو  ته غوږ هم نه  نیسو ، خبردار دا بابولالې دې له غوږه وباسه او تر هغه چې زه  پدې نړۍ کښې  د ژاندارم رئیس یم،زما نازولی به هر کاره وي  او دلته به همدا دیګ وي او همدا شلغم ......  او هر څه به ددوﺉ په خدمت کښې وي ،سترګې به ترې وباسم ،چه دوﺉ ته څوک بد وګوري یا بد ووائي او
څو چه دا مځکه او اسمان وي
تل به دغه خاماران وي
څو چه زه او زما شان وي
تل به دوﺉ ستا حاکمان وي
 دحق حق چیغې به نه کړې
 دلته تل به حقیقت پټ او پنهان ویي
 خبردار  اوسه داواوره ! چه

ټول جهان کښی دا خبره به عیان وي

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012