Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

 

 

 

کرزي ته

د جون ۸، ۱۲۰۲ کال

د افغان نوم دې کړه لرې نور له ځانه
مونږ دې پيژنو افغان نه يې ناځوانه
د افغان ملت دې خرڅ کړو په ډالرو
ټولول کړې ځان دپاره پريمانه
د افغان بچي په سرو وينو کې لامبي
توره پاڼه د تاريخ يې بد نشانه
انسانيت په نامه راغلې تور وحشته
په ظاهره کې انسان په خوی شيطانه
خپله ډله دې کړه جوړه له هغو نه
چې په لوټ او غلا کې مخکې له هر چانه
چې يې لاس سور شوی ښه زموږ په وينو
مډال ورکړې  ورته وايې قهرمانه !
امريکا سور کړی راوستې په جاز کې
پند وانه خيست تا کارمل او شاشجاع نه
ولې پت دې د وطن په پردو خرڅ کړ؟
لږ پوښتنه خو دې وکړه له وجدانه
د پردو په زور راغلې يې غلامه
دغه خاوره پردي نه مني نادانه
دلته هر ظلم او زور په ګونډو شوی
هر جابر دی تښتيدلی پښيمانه
ډير دې کور و کلي وران کړله کرزيه

ملنګ ويني اخر ستا خونه هم ورانه

 

 

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012