Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د جولای ۲۸، ۲۰۱۲ کال  
راليږونکی : مصطفی کوچی

خواصت

هره لمحه ې د لمبو سره وه
د ژوند مرغۍ اور او لوګو سره وه
بس دومره یاد مې دي او یاد به مې وي  
د تیر کال ورځ ورځ حادثو سره وه

زه ې په کډه ګرځیدو کړم ستړی
زه ې په مړو ښخیدو کړم ستړی
زما ې کور کلی دوتر اوسیزو
زما ې تن جامه څادر اوسیزو

که باجوړ وزیرستان که سوات وو
سلګۍ سلګۍ وې او د امن قات وو
د سردرو کوترې ټولې مړې شوې
قصور ې څه وو چې بنړې بنړې شوې

دغه قاتل کال اخر لاړو تیر شو
خزان خزان وو په ګل پانړو تیر شو
د نوي کال نمر ته لږ خواصت پکار دی
عثمانه دا ورته درخواصت پکار دی

د نوی کال د سحر نمره واوره
د رنړاګانو پیامبره واوره
امن خلوص او اولفتونه راوړه
ازغو سوخلي یو ګلونه راوړه  

هر یو قاتل له چې ساه را نه وړې ته
هر یو مظلوم له سزا را نه وړې ته
د بد امنۍ چې هوا را نه وړې ته
توپې ،ټوپک، بارود، دا را نه وړې ته
توپې،ټوپک، بارود، دا را نه وړې ته


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012