Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د کونړ ښکلې دره

kunardara دومره ښکلې چې ښکاريږي
د کونړ ښايسته ورشو ده
هر طرف ته لارې لارې
جوړه شوې له درو ده
دنګې ونې، لوړ لوړ غرونه
ډکه دا د ارمانو ده
د کونړ سين پکې ناڅي
خړوب کړې په اوبوده
جمال دلته زيږيدلی
دا زانګو د عزمتو ده
دا ټاټوبی د پوهانو
هم خو مينه د پښتو ده
سکندر دلته په ګونډو شو
هديره هم د پردو ده
زه شينواری خوپرې وياړم
چې زادګاه مې د نيکو ده

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012