Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

لکه زه او لکه ته دي دا وګړي
مه يې وژنه پښتانه دي دا وګړي
ستا د غم ستا د خوښۍ پرده پرې کيږي
ستا د چم ستا د کاله دي دا وګړي
منم سپک او ورک د وخت او بخت سيلۍ کړل
خو له اصله ډير درانه دي دا وګړي
يوويشتمې پيړۍ هم رابيدار نه کړل
څه د پيل غوږ کې اوده دي دا وګړي
خړ څادر نيغه شمله د دوئ سمبول دی
ډير ساده دي خو ډير ښه دي دا وګړي
په خوږو ترخو حالاتو کې جلانه

هم اومه دي هم پاخه دي دا وګړي

 

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012