Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د شاولي ارين ليکنه                    (د مې ۲۷، ۲۰۱۲کال)

طوفان

لنډه کيسه

تېره ورځ بیا د کوز کلي پا چا صیب د جومات نه ور وړاندې د پېر بابا د زیارت تر څنګ په تېریدو وم. کتل مې چې زرینې ترورد زیارت د لکړې نه لاسونه راتاو کړي او د  خپل ځوان ،ځوانیمرګ شوي شهید  ځوی سمند رد وېر او ما تم نارې سورې وهي.څو مینټه وروسته لکه بت کېناسته او کراره شوه،مګردسترګو نه یې لپې، لپې ملغلرې راتویدې،خدای مه که چې ترې داسې کوم طوفان جوړ نه شي چې د کلونو کلونوهغه کړیدلی،ربړیدلی اوسوزیدلی جانان په کې لاهو نه شي.
نږدې ورغلم غوښتل مې چې ترې وپوښتم خو هغه چوپه خوله نا سته وه څه یې نه ویل،هو چپه خوله.یوازې یې تېری تېری راکتل او بس. تېر وار خو لا ښه وه د سوهیل لویدېزاو ختېزد سړو اوتودوبادونو،تورووریڅو اوجونګړو ورانونکوطوفانونو کېسې یې کولې ،مګر دا وار سمه چوپه وه څه یې نه ویل. نه،نه کله داسې يې پریږدم. ترهغه پورې به چېرې نه ځم تر څوچې یې چوپه خوله یو وار بیا هغه څه ووایي چې ډېریې داوریدو زغم او توان نه لري. زه خو خورا لیوال او په تلوسه کې وم چې د بره لورې مې د لکړو جوړه جوړه تړکار ترغوږه شوول.کتل مې چې ببری،تورګل،سمسور اوجانولکړې ترتخرګولاندې نیولي اوپه چټکه راروان دي. هو! مخکې تر دې چې زه ورسره ښه راغلاست وکړم،زما غوښتنه کټ مټ تر سره شوه.زرینه ترورد ځا ن   سره هسې وغوریده ،څه یې وویل د غوټۍ په شان موسکۍ شوه ويې خند ل په زور یې غږ کړ،ځوانیمرګی مو شه،چېرې بیا روان یاست .هغه غضب اوطوفان چې دا هرڅه یې درواخستل لاتراوسه نه دی خلاص چې مور مړو بیا مو د زړونو هوسونه ټوپونه وهي او غبرګ غبرګ روان یا ستۍ . اوس خو لا ترهغه تېر  وارلا خورا ناوړه تېزبادونه او طوفانونه لیدل کېږي چې لوری یې نږدې شا وخوا نه ترسترګو کېږي هسې کړنګ کې اود اسمانه کاڼي او وژونکې بلاوې راووروي .اوس خولا دکړنګ او طوفانونوترڅنګ یوشمېرپلید ناوړه  داړونکي اوخوړونکي ښاماران ورسره په ملتیا کې دي. توبه توبه!  دا تړکه په ټوله نړۍ کې یوازې پرموږ اوري،خپل مو پردي او د پردو سره یو شول. مسلما نان مو کافر شول اوکافرمومسلمان ،ددغو ځناوروخو سترګې هیڅ دوژلو،سیزلواو ورانونونه مړې نه شوې ،مګر خیټې یې دمظلوم ،یتیم اوکونډورنډودمال اودولت نه ډکې شوې.په دننه او بهر کې خو یې لا د زیرمواو بنګلوپته یوازې همدوﺉ ټپوسانو ته پته لګي. توبه، توبه شرف،عزت،ناموس او ځینو خو لا د پښتونوالۍ شملې سپکې اووپلورلې. مسلماني خو یې لاد پخوا نه پلورلې وې.

ولې! دا څه شوي ؟ نه پوهېږو که بیده یو؟ خپل مو پردي شي،دا تنګسه هو یوازې پر موږ ده.کاشکې چې دا ژبه خو مو نه وای.او که ده ولې رډ رډ ګورې. آ  وار خو یې پښی درڅخه واخیستې ،دا وارهمدا ژبه،کلتوراو فرهنګ، هستي او ځان در څخه اخلي. وخوزئ ویښ شئ ،هوښیاراو یو شئ دغلو او پردو د ملګرتیا نه لاس  واخلۍ. سکوت مات کړﺉ. مګرد بې ځایه خوځښت نه ناسته ښه ده، او که نه؟ زما په شان اوښکې توی کړئ طوفان ترې جوړ کړئ ،بیا د نیکونوپه شان پردي او ورسره نوکران یې په کې لاهو کړئ. د پردیوترانوته مه نڅېږئ دلته اوس لاهم چاپریال پردی بریښي. مالیار پردی دی ځکه چمن،بڼ اوګلان هغه پخوانی بوی اورنګ نه لري. طبیبان پردي دي ،ځکه درمل دردونه نه شي تسکېنولی. د دولتمنواوټوپکماروبادشاهي ده. دپردیودپاره خپل وژني .ګورئ زه خو مرم ، خو د مخه مې سترګې وباسئ چې ددې  بې ننګواو هیواد پلورونکو مخ ونه وینم .څومره عار او ننګ دی چې پخوا به یې وسله پر اوږو وه نو تا به ویل چې د  جانان د پت او عزت د  ساتلوغازی دی.خو نن یې وګورئ ، د خپل هیواد د ورانولو اوپلورلوغازي دی.  خدایه! چې دا وسله دې څومره سپکه کړه ددې سپکو اوپردي پالونکو انسانانو سره . دا یې وویل آرامه شوه سترګې یې ورپیدې دمرواریدوشانته یې اوښکې راتوی شوې، اوبیا ورپیده چیغه یې کړه او دزیارت ترڅنګ یې ځان حق ته وسپاره .روح دې  ښاد وي.                                                                                                                      پای

 

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012