Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۱۲، ۲۰۱۲ کال   ليکونکی : شاه ولي آرين

مین بوراګان

هغه مهال چې هغه ښوونځی پیل کړه پلار یې ګل مېراکا آن دوه کاله دمخه مړشوی و.ایمل دښوونځي په خپل ټولګي کې دوتلوزده کونکونه و. دشعراولوستلوسره یې خورا مېنه درلوده. د پښتوژبې ښوونکی صایب شاه صیب به هره ورځ شعرونه پرې لوستل،خو هغه کله چې دځوانۍ پرلومړیوسپرلیو پل کېښودپرهغه چا مین شوچې خپله ده ته هم ډېره ګرانه برېښېده.  ایمل دبهادرخان په لورسنزله داسې مین شوچې نور هرڅه ترې پاتې شول،دغه مېنه به دواړویوازې دبلییود سرنه په اشارواوهندارواچولوسره کوله،اویاکله چې به ایمل پرکوڅه تېریده سنزلې به دخپل دبلۍ دسرنه ورسره خبرې کولې اود ګلو پر غوټیوبه یې سره دزړونو د غشوګزارونه کوول. ایمل ان دکوچنیوالي نه زما ملګری و،اوپه ټولګي کې هم پر یو مېز او څوکۍ سره کېناستو،هغه به دخپلې مینې کیسې دسنزلې  سره ماته کولې اوداسې به یې ویل،سنزله زماژوند دی او د هغی نه لریوالی زما مرګ. ریښتیا چې دایمل اوسنزلې دمینې ډنډورې نورې پټې پاتې کیدای نه شوې له بله پلوه بهادرخان هم پرخپل آس داسې سوروچې دایمل ټولوجرګوته یې منفي ځواب ورکاوه ځکه چې دګلمېراکا سره یې ډېره پخوانۍ بدي درلوده.کله چې بهادرخان ښه په دې پوه شوچې دایمل مېنه دسنزلې پر رګونواووینه کې ځای نیولی اوددې اوردوژلوبله لاریې نه لیدله  سم د لاسه یې سنزله خپل وراره جانوته واده کړه.ایمل ددې خبرې په ارویدوهرڅه د لاسه ورکړل ژبه یې بنده شوه روغ لیونی شواود یوې اونۍ وروسته د کلي نه تري تم شو،ځینوبه ویل لکه چې بهادرخان وواژه خدای دې خیرکړي. ریښتیا چې د هغه  ورکېدل دکلي نه دکلیوالواو په خاص ډول زما دپاره د حیرانتیا وړاوخورا ډېرپرې وزوریدم،کله کله به مې هغه اود هغه خبرې رایادیدې. دکلونووروسته یوه ورځ سهاروختي هغه زموږدځمکې په درمند کې شلیدلې جامې، تورمخ خېرن لاسونه،لوڅیې پښې اوببره ګېره چې هیڅ نه پیژندل کېده دسوالګرملنګ په شان مې مخ ته ودریده، ښه یې راته وکاته غلی وهیڅ یې نه ویل، ملغلری یې دسترګوراتویې شوې، شونډې یې ورپیدې، خدای شته زه هم دغه حالت هک پک کړم خوبیا هم د ایمل راتګ اوژوندي لیدل یې زما د پاره ترهرڅه ډېره خوشالتیا وه،دډېرې خوشالۍ نه مې ژړا راغله ومې غوښتل چې غېږکې ټینګ ونیسم مګرهغه ځان ترشا کړخوښه یې نه وه. یوازې یې دګوتوڅوکې راکړې، څوشیبې وروسته دهغه په حالت    کې بدلون راته، ستونی اوشونډې یې رپیدې غوښتل یې چې څه ووایي خودویلوتوان یې نه درلود. بیا یووارد ګلاب شانته سور   شود خولې یې کوکه ووته ،پورته شواوپرځمکه راولویده. ریښتیا چې خورا وخورید،ورپید تا به ویل چې د ارواح فرښته تری روح اخلي، دسترګویې ګيلې واوریدې اوپه بنده بنده ژبه یې داسې ویل «مورجانې ،مورجانې څه شوې؟څه درباندې وشول،لکه چې یوازې وې،یوازې پا تې کېږې،په سره اورکې سوزې؟» بیاغلی شواوڅوشیبووروسته بیا«سنزله،زما ښکلې سنزله اومورجانې زه به ښه شم،پوربه دې ادا کړم،سنزله مې  ولیده،هغه به زما شي»اوبیا پرخپل ځای لکه بسمل واوښت راواوښت نورکرارشواوځای پرځای بیده شو.زه کورته ولاړم چې خواړه ورته راوړم مګرکله چې په ډېره بېړه بېرته راغلم هغه نه واوچېری کوم خوا تللی و.
هغه بیا ډېرمهال ورک شو،ډېرې هڅې مې وکړې چې ویې مېندم خود انځردګل په شان یې پته ونه لګېده میاشت لانه وه تېره شوې چې یوه شپه زموږدکلا دروازه وټکول شوه، ورورمې په بېړه مخ پردروازه ودانګل، تپوس یې وکړ«څوک یاست؟»هیڅ غږنه راته ،زه ډېرورو د تبرګۍ سره د بلۍ سرته ورجګ شوم ،ګورم چې ایمل غلی دوره ترڅنګ ولاړدی ورورته مې غږ کړ چې دروازه ورته پرانیزي، هغه دا کاروکړمګرایمل بیا هم هلته ولاړو. زه ژرد بلۍ د سره راکوز شوم اوغږ مې پروکړ،کله چې یې زما غږ واورید د واره رادننه شو، غوښتل مې چې روغبړورسره وکړم مګرهغه بیا د پخوا په شان ونه غوښتل، د هوجرې ور مې خلاص کړ خوهغه په برنډه کې ولاړواودهوجرې دننوتلوتکل یې نه درلود، ما چای اوډوډۍ ژرژرراوړل   ګوتې یې ورنوړې، یوازې یې د ویالې دروانواوبونه په خپل لاس څولپې وڅکلې اوبس.کتل یې اونورڅه یې نه ویل، ما ورته ځای جوړکړچې بیده شي، مګردهغه سترګې دبرنډې په برکنج کې پریومات اوشلیدلي کټ ولګیدې ورمنډه یې کړه اوډډه یې پرې وکړه. زه ورته ولاړ وم دی همالته دسوچونوډک خوب یوړو. رښتیا چې ماهم دغه ټوله شپه د ایمل په سوچونوکې تېره کړه سهارچې وختي پاڅیدم راغلم چې ایمل وګورم هغه بیا چېرې تللې و پته یې نه وه.  هو،څومره ځوریدونکې وه. ډېرمې ارمان شوچې ولې داسې پیښیږي، بیا به څومره وروسته ایمل ګورم ،دسوچونوسره سره د پټي په لور روان شوم کله چې درمند ته ورسیدم ګورم چې ایمل په درمند کې د شولوغوبل کوي ،خوشاله و اوپه خوله یې  بند بند شپیلي وهل. خوکله چې یې سترګې په ما ولګیدې غلی شواوڅوشیبې وروسته یې د واره راته داسې وویل، «پېرجانه!  سنزله مې دکلونووروسته ولیده هو، هغی راته وخندل او لکه غوټۍ مسکۍ شوه،زه به نورهم ښه شم. دادی همدا اوس لږلږ خبرې کوم یوازې د هغې سره اوڅه هم دادی د تا سره.» دا لومړی ځل وچې ایمل ماته دمکتب ددورې وروسته بیا په همغه پخواني خوند پېرجان وویل. هغه غوبل پریښود راروان شو اوزما ترڅنګ کیناست.خوشاله و او راته یې وویل «پېرجانه! راځه چې ولاړشو،نن غواړم دخپلویارانواوملګروسره ستا پیژندګلوي وکړم. هغوﺉ لیرې نه دي. زه خویوازې دهغوﺉ سره ژوندی وم.» رښتیاچې زه هم سم د لاسه ورسره روان شوم،ځکه چې دایمل خبرې کول،خوشالتیا اوبیا دهغه دیارانولیدل زما د پاره دبل هر څه نه خوراپه زړه پوري و. دواړه روان وو،پرلار یې څه نه ویل. څه مهال وروسته دشاقون باغ ته ورسیدودغه باغ زموږدکلي لویدیزلورته پروت ډېر  پخوانی باغ دی. څنګ ته یې ځنګل اودپخوانۍ زړې کلا زاړه دیوالونه او برجونه لیدل کېږي په تیاره اوشپه کې ډېری کسان دوېرې ورتلی نه شي. په دغه باغ کې دګلانوڅوښکلي پټي چې دپټیوپه منځ کې دوې غټې ډبرې ایښول شوې وې دواړه پرې کېناستو. په داسې حال کې چې دباغ دشاوخوا اوځنګل نه د راز، رازګلونوعطر،دشاتودمچیو،بوراګانواونوروالوتونکوګډا د دغو ګلانو پر څانګو د بلبلوچیغواوناروټولوطبعي ښکلاوو دغه چاپریال دومره ښکلی کړی وتا به ویل چې هرڅه خبرې کوي.   ایمل هم د ځانه سره هسې لګیاه و، اوپه بنده،بنده ژبه یې دمقابلولورو سره روغبړکاوه او زه یې هم مقابلو لورو ته ورپیژندم. ما هم د زړه د کومې هغه څاره چې څه کوي. څومنټه وروسته هغه خپلې خبرې داسې پیل کړې. «پېرجانه! دا ټول زما یاران دي  دا اوس زما کور او کلی دی،ډېروخت مې ددوﺉ سره تېرکړی دی،ددوﺉ په خبروسم پوهېږم او دوﺉ زما په خبروپوهېږي. دلته هم داسې یونظام شته لکه زموږچې دی. ددوﺉ نظام هم ډېرظالم اوجابردی لکه زموږ هغه بوراګان چې ډلې ډلې مخامخ غواړي وناڅی اوتل خوښ اوهوسا ژوند وکړي اودهغه آسماني ګل په چوپړکې واوسي چې دوﺉ ورسره دخپل د ژوند په بیه مېنه لري  اوکلونه،کلونه دا ارمان لري مګرهغه بدرنګه حېله ګرمزدورکرغېړن بورا چې د څونورو دده په شان خرڅ شوو غلو بوراګانو  سره یې لاس یو کړی اوددې بڼ اوګلشن دبربادۍ دپاره د هغو نورو ناولو، سرواو شېن سترګوغوماشوسره ددې بې زلو میلیونونو مینو بوراګانو ژوند یې دګواښ سره مخ کړی دی،لکه چې وینم یې د همدی نظام واکدارن او پردي ملګري یې هم راته څوګوني بریښي نوځکه مې تری ډېربد ایسي ،ددغه بڼ او ګلشن اوسیدونکي ځان هوسا نه ګڼي اوډېرنفرت ترې لري ځکه چې  پردي ورته ښکاري او د پردیوپه مرسته ناست دي.اوس نو ته راته ووایه پېرجانه! چې زما دعشق نا کامي خودسنزلی سره    زما بې وسي او د سنزلې دپلاربې عدالتي وه.نو زه خودغودعشق ناکامیولیونی کړی نه یم. بلکه دغه د پردیوظالم او مزدور نظام ،اوددومره بربنډ ظلم اوجبرسره ،سره بیا هم ددومره ملیونونو بوراګانو نه یووالي اوهمغږۍ داسې لیونی کړی یم . پای


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012