Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

رالیږونکی:صلاح الدین ارغوان (ساپی        (
پښتو متلونه       
ښه دې خپل وي چې تل تر تل وي. 
 که ځان ته ستونزه غواړي نوله ناپوه سره ملګرتیا وکړه.
وخت لکه سره زردي.
ښه دهغه چا سره وکړه ،چې پرې پوهیږي.
عقل یې چې کم وي،پر کور یې تل غم وي.
پوهه اوعلم په قبر کې هم په کارېږي.
هلته ځه چې درناوی دې کیږې.
ټینګ عزم غرونه ماتوي.
تش لاس نر ښځه کوي .

ځان ته ښه وایي اوښه نه کوي

د هوښيارانو خبرې :


نړۍ موږ ته تل دا پيغام لري چې، انسان د ګل په څير تل وخاندي او د لمر په څير وځليږي.
هوښيار د کار له پيل مخکې لومړی سوچ او فکر کوي، او ناپوهه وروسته .
هوښيار هغه دی، چې د نورو تيروتنې هيروي، او خپلې نه هيروي .
له هر ماښام څخه وروسته نوی سهار راځي، هغه څوک سهار ويني، چې تر سهاره پورې د انتظار زغم ولري .
څوک چې پر خپل ځان بری نشي تر لاسه کولای، هغه پر نورو هم بريالی کيدلی نه شي .

کتاب د انسان ښه ملګری دی .

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012