Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د جولاې ۲۱، ۲۰۱۲ کال

څه ډول  ړوند ؟ دملي احساس  ړوند

لیکوونکی : فیض علي کوچی

هر شي  ته ښه ګوري ، مګر نه ئې ویني ،خپلې شاوخوا ته ګوري ، هر څه په دقت سره مطالعه کوي ، داسې ئې مطالعه کوي  چه زه او ته ئې هم نه لیدلای شو او نه مطالعه کولای، زه او ته ددوه  دوه سترګو خاوندان یو ، مګر هغه ته رب العزت  پنځه  شپږ سترګی ورکړي دي او بر علاوه  دهغې نه هم  دهغه سره دنورو سترګې هم کمک کوي .
هغه ته ډیر خلک دخپلو ستونزو د حل کولو  لپاره ورځي  مګر  هغه هم ددې دعوه کوي چه زه یواځینی مقام یم چه د خلکو ستونزې باید هوارې کړم او دحل لیار ورته  پیدا کړم  . په سلګونو  او زر ګونو خلک ئې په میاشتو میاشتو  او  هفتو هفتو د دربار حریم ته نږدې  پراته  او په هو تلونو  کښې  خپلې په سود  او ګټه اخیستې  رو پۍ او پیسې مصرفوي تر څو  هغه او دهغه  انډیوالان مهربانه شي  او ددوﺉ  تړلې غوټې او مشکلات ور حل کړي ، مګر دا ربړیدلې  پرګنې او کړیدلي وګړي د هغه نه دښه مبصر  طمع  کوي ، او هغه ښه بینا ګڼي ، دا ځکه چه هغه لا پخوا  دنورو لا بینا  نابینا یانو  په دربار کښې لوی شوی دی او لا دوهمه  یا دریمه درجه درباري او شهزاده وه ، او اوس خو نو الحمد لله هغه همه کاره دی، دهغه دلا سه هر څه کیږي اوهر څه کولای شي ، او په هره کچه د هر څه دکولو او انجاموولو مهارت لري، دکور په کچه  کورنۍ شخړو ته ډیرې ښې او ماهرانه او مدبرانه  او اهریمانانه لیارې چارې  سنجولای شي، هم ئې ډیره  ښه خندا زده ده او هم ډیره مسلکي تیاتري ژړا ، دی هم دا کوي  او هم هغه.
دی په نړیواله  کچه  نړیوالو ته ډیرې ښې تمثیلي  او نمایشي پارچې وړاندې کوي  او په ځان ئې داسې باوري کوي چه هغوﺉ وائي  رښتیا هم همدا غر  او همدائي  کربوړی. دده دبصارت  او مدارا  بودن او هوښیارۍ  صفتونه په سپینو او تورو ما ڼیو کښې  کیږي او هم ئی مهارت  ته ګوته په خو له پاته دي ، مګر هغه ته  تاسې ځکه  د وړوند خیال کړۍ ، چه سپین او تور نه ویني  او دخپل د کور په دوه سوه مترۍ کښی وږی ، تږی، لوڅ ، بر بنډ  او ربړیدلی ولس  او وطنوال  نه ګوري!  او هم تا دا فکر کړیدی ، چه هغه کوڼ هم دی ، دا ځکه چه د رنځیدلو میندو ، کړیدلو کونډو ، او سوځیدلو خویندو  اوازونه او فریادونه نه آوري او نه دمظلوم آه  او فریاد  آوري . نه داسې نه ده چه لکه تا پرې  دسخت زړو انسا نانو  او یا د ظالمانو  دډلې دمشر ګمان کړی دی ، چه دچا دحق غوښتنې آواز ته مثبت  ځواب نه شي ور کولای ، نه داسې نده، دهغه غوږونه  تکلیف لري  او خوږیږي، دغرب او شرق ټولو ډاکترانو  ورته پخته ور کړیده او ورته ئې ویلي دي چه د آواز آوریدل  تاته ښه نه دي او دغه  په غربي دوا ککړه  پخته  په غوږ  کښی کښیږده  ، انشاألله دوه کاله بعد به  رک روغ شې، نه نه داسې  مه وایه چه هغه ګنې  ناروغه  او یا  کوڼ او يا  ړوند دی، هغه نه  ړوند دی او نه کوڼ . شکر الحمد لله  ړوند  نه دی ښې ښایسته غټې غټې سترګې لري، هر څه ویني ، داوران ویجاړ وطن ویني ، یتیمان ویني ، کونډې رنډې  ویني،بې وزلان ویني، ،ظلم ویني ، مظلوم ویني، دهغوﺉ رنګا رنګې بد بختۍ ویني، استبداد ویني، سره لدې چه پخوا به ئې ویل ،چه د استبداد نه ئې بدې راځي ،اوس هغه په خپله  په خپلو رڼو سترګو ویني.
هغه ډیر زیات جدو جهد کوي او دغه دجدو جهد لیاره ورته ډیره ښه معلومه ده ، او خپله شکر مجاهد هم دی، اونور خپل ټول  انډیوالان ئې  په خپل شا وخوا  را ټول کړي او هغوﺉ ټول هره ورځ ګوري چه د لوی الله په فضل او کرم سره سترې دنګې دنګې ماڼۍ ئې  پیدا کړي دي  او پیداکوي ئې، دده له برکته  نن دوﺉ هر څه لري ،سره لدې چه پرون ئې ګذ شتګانو  ګل مو په مخ  ګوډ خر هم نه درلود، او دوﺉ ته اوس  پاک پروردګار دشهیدانو دوینو د برکته هر څه شتمنۍ ، ثروت او بډائي ورکړي ده، ډول ډول  تیز رفتار  ګاډي لري ، دا ټول  دهغه جد  او جهد  برکت دی ، کوم چه د برکت نه ډک کار وه او دی . ددوﺉ مشر  د قوي دید خاوند دی او سترګې ئې حتی مایکروسکوپیک لیدنې کولای شي اوپه فضل د خدای سره خپل ټول انډیوالان ګوري، چې دوطن په هر ګوټ کښې دبیت المال ټولې شتمنۍ ،ټولې دشتې ، فارمونه ، غرونه او رغونه  په خپل سر  سره ویشي  او ښایسته ښایسته ښار ګوټي پکښې  جوړوي  او په بهرنۍ روپو  کلدارو  او ډالرو  ئې پلوري ، اوس الحمد لله د هر یوه  په کور  کښې  بانکونه دي او کله  ناکله بیا د وطن دملي بانکونو نه د ګټې  پورته کولو حق هم لري  ، ددوﺉ  دغه ډله یو ښه امتیاز بل هم لري چه هغه د  بدون مسؤلیت وواجب الاحترام بودن حق هم دی. دوﺉ ټول   شکر په دې  ملک  دوه درې سوه کسان  او دهغوﺉ کورنۍ دي چه هر څه لري او دهر څه خاوندان دي.  دوﺉ اوس په دیپلومونو او  بریلیکونو هم بلد شوي دي ، اوس  ئې اکثره بې مکتبه او بې مدرسې ددوکتوراګانو  او  ماستریو اسناد لري  . دوﺉ ددموکراسۍ څخه عجیب او غریب ګټې واخیستې، هم دا کوی او هم هغه ، ځکه هر یو ئې درې او څلور ښځې لري، او بې شمیره اولادونه ، لور ګانې او ځامن لري ،دمکتبونو سره دومره علا قه نلري مګر ددوکتورا مدرکونه ئې پیدا کړیدي، ددې   ډلې واکمن  په هر څه پوهیږي  ،هر ډول  حرکات ئې  زده دي هر څه ئې پوره دي مګر یو شی چه پکښې   نشته، او هغه څه شی دی؟ هغه  ملی حقیقی بصارت او داستماع  قوه ده. دی دجسمي پلوه ښې ښایسته سترګې لري ،مګر  کار نه کوي ،هیڅ شی نه شي لیدلای   اودا ځکه چه ملي احسا س نلري اوملي او علمي  بصارت ئې شخصي ګټو له منځه وړی دی  او ملي احساس  ئې  ړوند دی ، دا څرنګه  ړوند دی؟ دملی احساس  ړوند.
 والسلام


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012