Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

khwar qismat

  07.11.2011

خوارقسمت

الحاج الهام الدين قيام -  والدورف/جرمني

زمونږوي ددستارسړي، دبل دلاس ګوډۍ  ووزي
مونږئې دطلاپه خيال ساتو،خاورين کودۍ ووزي
خپل راته ښکاره شي،دخپلوئ په مينه لاس ورکړو
پرې کړي رانه لاس ،داظالم خپل بريښي پردۍ ووزي
غورې ديار ۍکړي،مونږته راشي ديارۍ په نوم
چورشو په يارۍ کې،ياران ټول دغلو غدۍ ووزي
څوک راته دوياړپه دود،پګړۍ په سرراوتړي
مونږته دپګړۍ ولونه،دغاړې غړوندۍ ووزي
څوک دګلوښکلئ هار،په غاړه کې راواچوي
مونږ ته بيا همدغه هار، زيږ پړی د زندۍ ووزي
مونږته خدای قسمت اوتدبير،دواړه خوار راکړي دي
ښه وکړو،که بدوکړو،قيامه ترې بدۍ ووزي
 

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012