Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د الحاج الهام الدين «قيام» له شعرونو څخه

د نارنج ګل
تا چې له ازله ځان ته سپين، د سولې رنګ واخيست
بغض او نفرت زړه کې، ستا دښمن ذليل بې ننګ واخيست
ستا د باغ حريم ته يې، د جنګ د اور لمبې راوړې
ستا غمخور ماليار د نارنج ګله، درنه رنګ واخيست
سرو، سپينو او تورو، وار په وار، په چور راودانګل
چا رانه په يو نوم، چا په بل نوم، خپل قلنګ واخيست
مونږ ته د دوستۍ په نامه راغلل، دښمنان زمونږ
واک رانه پرديو، په ټګيو او نيرنګ واخيست
څوک د تروريزم، څوک د دين په پلمه مونږ وژني
چا هم رانه ژبه، چا کلتور او چا فرهنګ واخيست
ستا د بڼ چوپړ ته به مونږ واړه، په اتڼ درځو
اې د نارنج ګله! که د سولې ږغ، غورځنګ واخيست
زه قيام به هله سيل ته درشم، د نارنج ګله
ستا د ماليار غچ مو، که بچيانو له پرنګ واخيست
الحاج الهام الدين قيام
والدورف /جرمني
۰۴/۰۴/۲۰۱۲

د مور غيږه ټوله مينه


جوړپدې دنياجنت دی،دمورغېږه
دخدای رحم وشفقت دی،دمورغېږه
دنيا واړه دمورغېږه کې،پرته ده
ګهواره دبشريت ده،دمورغېږه
انسانيت دمورله غېږې،شروع کيږي
سرچينه دبشريت ده،دمور غېږه
محبت دمورپه غېږه کې،زده کيږي
مدرسه دمحبت ده،دمور غېږه
دمور مينه کې ريااوتذويرنشته
سرترپايه صداقت دی،دمورغېږه
دمورغېږه درازونو،ګنجينه ده
خزانه دلوړحکمت ده،دمورغېږه
دمورغېږه کې نفرت اوکرکه نشته
ډکه واړه دالفت ده،دمورغېږه
په للوللوکې رازدنصيحت شته
ښه اغازدنصيحت دی،دمورغېږه
دژوندکړه وړه ،ټول همدلته شروع کيږي
ښه ټاکونکې دقسمت  ده،دمورغېږه
دشاهانوپه دربارکې،موندل نه شي
کوم دربار چې دعزت دی،دمور غېږه
په دنياکې نعمتونه دخدای ،ډيري
خوترټولو خوږنعمت دی،دمور غېږه
په دنياکې ئې مثال اوساری نشته
دومره ډکه دلذت ده، دمور غېږه
دمورغېږه ټوله مينه ،مينه مينه
ټوله مينه ،ټول رغبت ده،دمور غېږه
زه قيام ئې دستايلونه ،عاجزيم
دومره لوړ نوم دصفت ده،دمورغېږه

ليونتوب

هسی ځان غلطول دي،که کړي زيارڅوک
اغيارهيڅوخت اړوی نه شي ،په يارڅوک
هسې ځانته هوښيار وائي،هوښيارنه دي
 چې غوليږي،داغيارو په ګفتار څوک
يارپه دواړولاسو،خپل رقيب ته سپاري
چې رقيب ورليږي يارته ،خپل ريبارڅوک
بل څه نه دي پخپل لاس،دځان وژل دي
چې دښمن ته ورکوي، دځان اختيار څوک
سرترپايه ليونتوب دی،بي عقلي ده
له بوکاڼې که حاصل غواړي،انارڅوک   
خپل منزل ته رسيدئ نه شي قيامه
چې باورکړي ،دپرديوپه شعارڅوک
الحاج الهام الدين قيام


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012