Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۸، ۲۰۱۲ کال

غزل

راليږونکی : مصطفی کوچی

په دې ښار کې به نه ستوري نه رڼا وې
څو چې دا سړی وزیر هغه پاچا وي
که قیمت د زندګۍ په کې همدا وي
دا ماڼۍ به یوه ورځ سپېره بیدیا وي
ځه چې لمر غېږه کې واخلو غره ته درومو
د چم نجونې به په تمه د سبا وي
زه او ته د کوڅې هغه دوه واړه یو و
چې ماښام کې په جګړه ، سهار پخلا وي
اند یې دواړو سره یوه کوڅه کې پالي
که سا قي په مخه ورشي که ملا وي


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012