Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د جولای ۲۳، ۲۰۱۲ کال   شينواری

طبيبه ځه ستا په دارو کې هيڅ اثر نشته دی
رنځور د مينې ته دې ياره بل درمل نشته دی
زه د وطن په درد درمند يمه جوړيږمه نه
ستا په تشخيص باندې زما خو هيڅ باور نشته دی
ته خو د دې دپاره راغلې چې دردو ته مې دوا شې يو څه
ستا ناکردو ته چې زه ګورم په دنيا تر تا بل غل نشته دی
ستا په راتګ سره افغان ټوټې ټوټې شولو يو ځای دې نه کړ
غير له څو غلو څخه ملت ته دې نظر نشته دی
ته د دوستۍ تر نامه لاندې تل قتلونه کوې
دا حقيقت دی ته دښمن يې د دې کار ما سره زغم نشته دی
تا خو پخپله په ځان وکړه اوس پښې سپکوې
غير د وژلو وروانولو تاسره خو بل هنر نشته دی


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012