Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۱۹، ۲۰۱۲

ای زما ګرانه وطنه

د شعر لیکونکی : ف  .ک خروټی

زما ګران افغانستا نه ،زما روحه زما ځانه
ستانه زر واره قر بان شم،ای زما ګرانه وطنه
ته می مور ئی، ته می ځان ،ته می ایمان ئی
ستا ښایسته غیږ کښی لوی شوی ،در واری دی شم وطنه
هغه وخت نه چه شفق دی روشن شوی دی نړی کښی
ته همیش ئی ځلیدلی ټول جهان کښی، ای زما  خوږه وطنه
تمدن  دبشریت دی ستا لمن نه شروع شوی
ای د بلخ او دبخدی دبډایه فرهنګو  ښکلی وطنه
ستا درو کښی دوریښمو ستره لیاره
دپامیر دښکلو څوکو او ددنګو سر درو ښایسته وطنه
ستا په  بطن کشي پراته ستر افغانان دی
هر یو ځوی دی قهرمان دی ای زما زیبا وطنه
هره لویشته دی پارچه د حریت ده
هر دره دی هدیره  داستعمار زما وطنه
لویشت لویشت خاوره دی شاهد دقربانی ده
دمیوند دکار نامو دملا لی  ښکلی وطنه
دکنړ د لوړو غرونو دی قربان شم
ای ځانګو دستر سیده  او د جمالدین ښکلی وطنه
هر بچی دی قهرمان دی او نمونه  دسړیتوب ده
او هره تړه دی یوه پاڼه د تاریخ ده ای زما ښکلی مدفنه
هر یو ځوان دی يو اجمل او نقشبندی دی
ته مدفن د ننګیالو ئی دروحانی ښکلی وطنه
هره لوټه او هره تیګه دی په وینو رنګینه ده
پاکه وینه د شهید وه پری ګلزار به شی وطنه
سکندر کبیر راغلی ؤو چه تا ایل کړی
ځکه خوله ئی د خاورو ډکه ستا درو کښی شوه وطنه
ګوډ تیمور دی دتاریخ نه نا خبر وه
دلته راغی  ورک نابود شو او بی هیلی شولو وطنه
د چنګیز او چنګیزیانو هدیره شوی
ته مدفن داشغالګرو او ته سنګر دهر افغان زما وطنه
ښکیلاکګرو انګریزانو ته ښه نه وی پیژند لای
کیو ناری او مکنا ټن دی نس کی ورک زما ګلشنه
کړه هک پک دی په لندن  آلیزابت کړه
دنړی د استعمار ئی ستر دښمن زما وطنه
سره پوځونه دی د سوشل امپریالیزم
هندوکش ، پامیر، سبین غر کښی تس و نس زما وطنه
دمغروره خود پسند بریژنف پوځونه
ستا بچو کړلو نابود او تری تم زما وطنه
یو ځل بیا د امتحان سره مخ شوی
دمغرور فرعون تور ځواک دلته راغلی
زه پوهیږم دوی حساب کښی یو ځل بیا دی غلط شوی
کړی ماغزه به ئی ورسم داشغالګر زما وطنه
دنړی د اشغالګرو نه لیار ه ورکه
لټوی اوس لیار د تیښتی شول کله ګنس زما وطنه
کوچی وائی ته ښه مدرسه  دآزادی دټول جهان ئی
یو ځل بیا به ته درس ورک ورکړی ، که راغلی په بل خیال او په پلان وی
دا ځانګو دتمدن ده او تهداب  ئی حریت دی
دلته ټول دی سره ورونه،عدالت ددوی قانون دی
د قومونو موجودیت ئی دهویت پیژند ګلوی ده
افتخار د تاریخونو ، هر یو قوم دی عالی شان زما وطنه

فنلند  د اولو یاروی  ښار


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012