Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

دزړونوقاتل (لنډه کېسه)

شاه ولی ارین

هغه وخت چې ملنګی نا یي زموږ کلي ته راغی هغه وړه وه. کلي نا یي نه درلود. پخوانی نا يي کټوری دملک محبوب او ازادخان کاکا د شاقه کارونوله امله څومیا شتې د مخه کلی پرې ایښی و. نو ځکه د ملنګي په راتګ کلي ته ټول خوشاله شول. ملنګي ته د اوسیدو د پاره موږ په خپله زړه کلا کې دوه کوټې ورکړې،او هغه ورته را کډه شو.
ملنګی خورا سپیڅلی انسان و،او په لږ وخت کې یې دټولو کلیوالوپه زړونوکې ځای وموند، یوڅه موده وروسته یې میرمن دیوی ناروغۍ  له امله ومړه چې لور یې مرغۍ په دغه وخت کې ۸ کلنه وه. ملنګي نور څوک هم نه لرل دا چې یې زموږ په بله کلا کې ژوند کاوه، نو کله چې به مرغۍ کورکې یوازې پاتې کېده زما مور به کورته راوسته او دپلارد راتګ سره به بېرته خپل کورته ورتله. رښتیاچې مرغۍ خوراښکلۍ نجلۍ، تکه سپېنه، اوږده خرمایې وېښته، غټې بادامې شنې شانته سترګې اودنښترشانته ونه،کت مټ لکه هوسۍ. کله چې مرغۍ د ۱۳ کلنۍ نه واوښته ملنګی خورا زوریده اودا به ورته ګرانه تماميده چې مرغۍ یوازې کورکې پرېږدي په تېره بیا د شپې له خوا. مګربیا هم د ملنګي ټول ډاډ اوباور یوازې زما په مورو. او زما مور هم مرغۍ لکه خپل اولاد نازوله او خورا پالنه به یې د هغې کوله. ملنګي ددغې ستونزې له کبله اړ و، چې واده وکړي خو پیسې يې نه درلودې . څوځایه چې جرګه شوهغه خوارکي ته چا ښځه نه ورکوله . یو دوه ځایه که پیداهم شول، یوازې د مرغۍ په بدل کې. مګرمرغۍ خو وړه وه. د برکلي نایي دخلیفه خیرو لورچې کونډه وه او د پخواني خاوند له خوا یې هم څوک نه لرل موږ کلیوالو ټولوورسره مرسته وکړه چې ملنګي ته یې واده کړو،خو د خلیفه خیرو غوښتنه د مرغۍ بدل و د خپل کوچني ځوی سلېم سره. اوس نوملنګي ته خپل یوازیتوب له یوې خوا او د مرغۍ ژوند له بلې خوا ستر پیټی و. نو ځکه یې د خلیفه خیرو ټولې غوښتنې ومنلې خو په یوه شرط چې د مرغۍ واده به دوه یا درې کاله وروسته ترسره کېږي . دا ځکه چې هم مرغۍ وړه اوهم د خلیفه خیرو ځوی سلېم وړ و. د ۱۳۵۷ کال دوهمه میاشت وه چې د راډیوله څپو نه ملي او حماسي ترانې اونغمې واوریدل شوې . د بزګرانو او خواریکښانود ښه ژونداو هوساینې غږ پورته شو. د هر بې وزلي انسان احساسات اوعواطف خوځیدل او خوارکې ملنګی هم ددغې چاپيریال هغه بې وزلی انسان و،او فکریې کاوه چې که خدای کول نور به یې ژوند ښه شي خو په دی نه پوهیده چې څه به پیښېږی.  څه موده وروسته د ځمکو د ویښ د فرمان له مخې ملنګي ته هم دمفتی  صیب د ځمکو نه ۶ جریبه وویشل شوه. ملنګې خو د یوی خواورته مڅ مڅ کېده ،خو د بله پلوه  یې د ځان  سره هوډ کړی و چې د همدې ځمکې نیمایي غلې دانې به د حکومت نه په پټه هرو مرومفتي صیب ته ورکوي . ځکه چې هغه یوسپیڅلی انسان و، او دغه د ځمکو ویښ ورته یو نا روا کاربریښیده. ملنګي سږکال د نایي توب تر څنګ د خپلې ځمکې خاوند هم و. یو خواته یې غنم او شولې او بل لور ته د خټکیواو هندوانو پالیزجوړکړی و. اومرغۍ به هم لکه زرکه د خپل پټي په دې سراوهغه سرکې کته پورته کېده. ملنګي د خپل هوډ سره سم د دانو ،غلو اوخټکیو،هندوانو نه نیمایي غوښتل چې مفتي صیب ته ورکړي ،مګرمفتي صیب د هغه خوارکي د ډېرکاراوخوشالۍ له امله هیڅ شی ترې وانه خیستل چې دې کار د ملنګي خوشالتیا لا پسې زیاته کړه .ملنګي لا دخپلې ځمکې د دوهم کال غله او دانه نه وه ترلاسه کړې چې د پردیو یرغلګروپرضد د هیواد په ګوت ګوټ کې مقاومتونه پیل شول ،چې په نتیجه کې زموږ ولسوالۍ هم د دولتي کنترول نه ووته اود وسلوالو مجاهدینو په لاس کې کېوته.اوس نود ځینو سره رښتیا جهاد،اسلامی جذبات،او خپلواکي پالنه،مګرد ډېرو سره هیڅ او یوازې وسله تر لاسه کول. د کلی ټولو بدامله اوغلوکسانووسله ترلاسه کړه  د یوې لږې مودې نظم او کنترول وروسته د جهاد ترنامه د چور،لوټمارۍ انسان وژنواوداسې نورو سلګونو ضد انساني غمیزوجال په همدی سیمه را خپورشو.  توري چې د خپل پلارټول هست وبود په قمار او چرسوبایللي ول. اوس د یوې وسلوالې ډلې سره یو ځای را پیدا اوپه کلي کې قوماندان شو. دجمه خان کاکا ۱۴ کلنه لوریې په زور ځانته نکاح کړه. د برکلي امېرخان ۱۵ کلن ځوی قاسم یې دوسلی په زور ترې راوست اودچرسو د چلم د ساقی دنده یې ترې اخیسته. توري د هیچا په کور کې چرګ،پسه او خوسی پرېنښود آن د مولاصیب سیدالرخمان دقربانۍ د پاره اخیستی وری یې هم ترې غلا کړ. د همدې زور زیاتي لاس آن د خوارکۍ مرغۍ ترځالې اوجونګړې پورې هم وروغزید. دتوري دزور واده د جمه خان کاکا د لورسره دمرغۍ په ژوند کې ستره ستونځه  شوه. ځکه چې چېرې پرې د توري قوماندان سترګې ورخښې شوې وې. اوس نود مرغۍ د ژوند او اومیدونوځاله دطوفاني بادونوفضا کې هسې راګېرشوه. دا ځکه چې تورمنګوتوري  ورته د پایلې ژوند د ظلم او ناروا ډک دام ایښی و،تر څوچې هغه خوارکۍ هسې په کې راګېرشوه. د جمه خان کاکا د لورد واده لا یوه اونۍ نه وه تېره شوې چې د توري په زړه اوسوچونو کې دمرغۍ د ښایست او ښکلا اور رابل شواو   ملنګی نایي  یې ځانته راوغوښت او دمرغۍ د واده په هکله یې د ځان سره ملنګی مجبور کړ. ملنګي چې هرڅومره توري ته زارۍ اوننواتې وکړې، چې مرغۍ خو هم وړه ده اوهم د سلېم په نامه ده هغه یې خاوند دی. خدای پاردی داخونه اسلام دی او نه پښتو، ولې داسې ظلم کوې . ته خومسلمان یې او بیا د جهاد قوماندان ،ولې دخدای د پاره. مګرتوري کله څه اوریدل  اوملنګي ته یې وویل «د خېرود ځوی قیسه کې مه اوسه چاره به یې  وشي» ملنګی مجبورشو او دوه درې ورځې یې ترې وخت وغوښت اود ځان سره یې سوڅ وکړ چې ګنې کوم لوری به وتښتي او مرغۍ ته به نجات ورکړی. بله شپه ملنګی په توره تیاره کې چې خپل ټول هست اوبود یې پرې ایښي اویوازې یې خپله مېرمن او مرغۍ دځان سره روانې کړې وې  ترڅود توري د ناتاراومنګولونه د مرغۍ ژوند وژغوري .خو د بده مرغه توري لا د پخوا نه هغه ترڅارنې لاندې نیولی و. د هغه وسلوالو کسانو راګېراولاس تړلی یې توري ته راوست.  توري ظالم خو ملنګی دومره وواهه چې نېم بدن خویې په وینو ورته سور کړاو د جمې دورځې دغم په ماښام یې بې وزلې مرغۍ ځانته   نکاح کړه اود زوردوهم واده یې وکړ.
مرغۍ د یوې خوا دخپل د پلار زورید نه اوله بله پلوه د سلېم سره د هغې د واده خبرې چې لراوبرکلیوال نراوښځې ترې خبرې وې د ځانه سره پریکړه کړې وه چې ددې ژوند به د توري سره د همېش د پاره د ملنګي او سلېم د غم پیټی اوپیغور وي. نو ځکه یې د توري تومانچه ترلاسه کړه او ځان یې په خپلولاسوپرهغه زړه وویشت چې غوښتل یې یوازې یې سلېم ته ورکړی نه هغه د زړونو قاتل وحشی تورمنګو توري ته .

 پای                               

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012