Reshtia

Thursday, May 22, 2014 22:40

 

د مې ۲۲، ۲۰۱۴ کال  

بلنلیک

د تحول او تداوم انتخاباتی تیم په ملاتړ غونډه

په ګران هیواد افغانستان کی  د ولسمشری ټولټاکنو لمړی  دور د   1393 کال د وري دمیاشتې په  شپاړسمه  د خلکو  په  پراخ ګډون سره پای ته ورسیدې او  نهایي نتیجو وښودله چه  هیڅ یو کاندید هم  50+1 راییه  خپلې نکړې او دادی  د ټولټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو   داکتر اشرف غني احمدزي او  عبدالله عبدالله ترمنځ   د جمهور  ریس د انتخاب  لپاره کیدونکې دي .
اوس چه ټاکنې  د دوه  مختلیفو تیمونو ترمنځ  یوې خواته د تحول او تداوم تیم د  روشنفکرانو  عالمانو  خوانانو دهیواد د ابادولو او  په ادارو کې د فساد دختمولو تیم او بل طرف ته د تداوم او همګرایې تیم د ناکام دولت د سهامي شرکت لوبغاړي د فساد چور چپاول غصب مرتکبین  او بې اتفاقیو اچونکو تیم  دی  ، دا انتخاباتي مبارزه خپل حساس پړاو ته داخلیږي.
 د ټولو وطنوالو  افغانانو  اخلاقي  وطني او وجداني وظیفه ده چه  پدې مبارزه کې د وطن د ابادۍ او ښیرازۍ پخاطر  مثبت او فعال ګډون وکړي .
دافغانستان د ملي یوالي ګوند د خپل کنفرانس  د تصویب له مخی پدې انتخاباتي مبارزه کې دتحول او تداوم  د تیم څخه د محترم داکتر اشرف غني له نوماندۍ  څخه خپل ملاتړ  اعلان کړی  لدې امله د ملي یوالي ګوند اورپایي شوری  په بلنه او په دنمار ک کې د ملي یوالي ګوند رهبري شوری  په کوربه توب د  تحول او تداوم دتیم څخه د  خپل ملاتړ غونډه د ټولو ګوندونو او اتحادیو  ملي شخصیتونو په ګډون د  2014 کال د  مې  دمیاشتې په  24 په لاندې ادرس دایروي:
Kongevej  35    sønderborg      post  no    6400 
دټولو دوستانو څخه چه مخکې بلنه ورکړل شوي هیله کوو چه په تعین شوي وخت  تالار ته تشریف راوړي  او همدارنګه ټولو ملي شخصیتونو، د اتحادیو مسوولینو  علاقمندو افغانانو چه  غواړي  په همدې غونډه کې ګډون وکړي،   ورته  بلنه ورکوه چه د خپل ګډون  کولو څخه له موږ   سره په لاندې شمیرو تماس ونیسي .
ګډونوال  کولاشي خپل نظر په ازاده  توګه ښکاره کړي تر څو  ستاسو د ښو نظرونو پواسطه  د غونډې  پریکړه لیک   صادر شي .  
  دملي یوالي ګوند اورپایي  شوری

Haqpal

0045 41 26 92 59

Neemat

0045 20 35 80 86

Dastager Dowezai

0045 28 92 17 18



islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012