Reshtia

Wednesday, May 14, 2014 21:23

 

د مې د مياشتې ۱۴، ۲۰۱۴ کال    

دهیواد د ملی او علمي څیرو د شخصیت وژنې په موخه  د ملي ستم او حسد په مرض اخته کسانو هڅې

درنو لوستونکو ! تر هرڅه دمخه د یادونې وړیې بولم چې هر څوک د ټولنیز ژوند د ټولو اړخونو په اړوند د خپل نظر او اند د ښکاره کولو حق لري او خپل د نظر ټکي دعلمي اصولو او منطق پر بنسټ وړاندې کولی شي ، خو په هیڅ صورت د یو چا د شخصیت وژلو په موخه د خپرونوحق نه لري .
څه موده د مخه ( افغانستان د یرغلونو په لار کې – یرغلونه او دسیسې ، ملي غورځنګونه او سیاسي خوځښتونه ) تر عنوان لاندې زما - پو هاند دو کتور خیر محمد ماموند کتاب خپور شو ( البته دغه کتاب په همدې سایټ کې لوستلای شۍ ). داچې په دې کتاب کې د ځینو پردی پالو او وطن  دښمنه کړیو ملي ضد کړنې رسوا شوي دي او هم په دغه کتاب کې زما د ۱۸ عنوانه درسي کتابونو لست چې شپږ عنوانه کتابونه یې په کیمیا کې د افغانستان د پوهنتونونو لپاره په پښتو ژبه لیکل شوي او په وړیا توګه د هیواد بچو ته ډالې شوي دي یادونه شوی ده ، نووطن دوسته افغانان باید  پردغه لوی خدمت خوښي وکړي ،  خو دی کار  دځینو  ملي ضد کړیو کینه ، حسد او غصه را پارولې او پرما (پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند) یې چې د نن څخه ۳۶ کاله پخوا ( جوزا ۱۳۵۷ – جوزا ۱۳۵۹ ) یعنې د روسانو د یرغل د لمړیو میاشتو پورې د کابل پولیتخنیک انستیتوت ریس وم زما دعلمي او ملي شخصیت وژلو او  تاوان رسولو   په مو خه  په ډله ایزو رسنیو کې بې بنسټه درواغ او تورونه لګولي دي . لکه چې اقای ارمان ازاد منش په افغان جرمن ان لاین سایټ کې د ۲۰۱۴ کال د اپریل پر ۲۷ ((به بهانه کودتای ۷ثور- درنګی بر قربانیان پولیتخنیک کابل ))تر سر لیک لاندی یوه مقاله خپره کړیده چې د همدغې لیکنې محتوا ته د اریانا افغانستان نړیوالې تلویزیوني شبکې د (چشم انداز ) په پروګرام ( د روان کال د مای د میاشتې نهم د شپې لخوا )کې هم انعکاس ورکړل شوی دی .
دغه د تعصب ، ذهنیګرۍ ، تبعیض ، حسد ، درواغو او تورونو په بنسټ ولاړو خپرونو په هکله په لنډه توګه لیکم چې :
۱-هر هغه چاچې د یو پو هنتون په علمي اویا اداري اپرات کې کار کړي وي ، نو هغه ته د پوهنتون د ریس دندې او صلاحیتونه معلوم وي . په هر ملکي پو هنتون کې د اصلي موخې په توګه ددرسي او علمي فعالیتونو د نارمل جریان اود پو هنتون د علمي سویې د لوړولو لپاره د مالي امکاناتو څخه معقوله استفاده کول ، د علمي او اداري اپرات فعال ساتل او کنترولول د پو هنتون د ریس اساسي دنده جوړوي.
د پوهنتون امنییتي چارې اوپه ځانګړې توګه د افرادو نیول او بندی کول د پوهنتون د ریس دنده او صلاحیت نه دی ، بلکې دغه چاری د دولت د څارګریزو او امنیتي ادارو دکارکونکو دنده او صلاحیت د ی او دغه کارکونکي د خپلو کړنو د راپور ورکولو په هکله خپلو اړونده ادارو ته مسؤل او ځواب ورکونکي وي ، نه د پو هنتون ریس ته . ځکه نو د پوهنتون د ریس  د دندو او صلاحیتونو په پام کې نیولو سره باید وویل شي چې په ( جوزا ۱۳۵۷ – جوزا ۱۳۵۹ ) موده کې په کابل پولیتخنیک کې د افرادو نیول او بندي کول د دغه پوهنتو ن د هغه وخت پر ریس ( خیر محمد ماموند )تپل د دغه درواغ  خپرونکواقایونو  بې خبري او تعصب ښېي .
۲-داقای ارمان ازاد منش د لیکنې څخه  دا هم څرګندیږي چې لیکنه یې د ماویلې او تاویلې پر بسټ ولاړه ده د بیلګې په توګه  :
-یکتن از فارغان پو لیتخنیک در یک صحبت ماه دسمبر به این قلم ګفت که ......                                                       
- کاکای یکی از قربانیان پولیتخنیک به این قلم ګفت.........
-یکی از استادان سابق پولیتخنیک ...... ګفت ...........                           
ددغه لیکنې څخه داسې ښکاري چې  ممکن اقای ارمان ازاد منش  د کابل پو لیتخنیک سره کومه اړیکه هم ونه لري ځکه چې خپل هویت یې هم نه دی ښودلی . داوس لپاره په همدغه لنډه لیکنه بسنه کوم . دافغانستان خلک په واقیعتونو باندی پوه دي ، جنایتکاران پيژني ، درواغ او رښتیا ډیر ښه سره بیلولای شي . 

په درناوي پو هاند دوکتور خیر محمد ماموند .

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012