Reshtia


 

!د کتاب مینه والو لپاره د خوښۍ زیری

ګرانو دوستانو !
ستاسو د غوښتنو سره سم  دادی د پوهاند دوکتور خیرمحمد( ماموند)د تالیفاتو څخه لاندې کتابونه  زموږ په مورنۍ ژبه  ( پښتو ) په انترنت کې هم خپریږي .

۱- د ساینس ، انجینري ، فارمسي ، کرهڼې اوطب  د محصلانو او استادانو د ضرورت وړ  انګلیسي – روسي - پښتو دکیمیا قاموس  . دا کتاب په هیواد کي  د کیمیا لمړنی قاموس دي چې پر ( ۲۰۰۷) کال په لږ تیراژ ( ۱۰۰)  په هالینډ کې د مؤلف لخو بیا پر ( ۲۰۰۸) کال  د دانش خپرندویه ټولڼې  لخوا او دادی بیا 01 . 01 . 2016) )دیولړ سمونونو سره   په انتر نت کې  د مؤلف لخوا د ګرانو هیواد والو خدمت ته ډالۍ کیږي .

۲-د ساینس انجینرۍ ، فارمسۍ ، کرهڼې او طب د محصلانو او استادانو د ضرورت وړ په پښتو ژبه د عمومي کیمیا د کتاب شپږم چاپ ( 01.01 2016 ) دسمونونو سره  ستاسو خدمت  ته وړاندی کیږي  . دا کتاب پر ( 2013 ) کال د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت لخوا هم چاپ  او خپور شوی دی .

۳-افغانستان د یرغلونو په لار کې . لنډ تاریخي مالومات او په وروستیو څلورو لسیزو کې  د سترګو لیدلي سیاسي حالات  د هر ډول ذهني ګرۍ پرته په دې کتاب کې بیان شوي دي  .  داکتاب پر ۲۰۱۲ کال په لږ تیراژ خپور شوی ، دویم چاپ یی ددانش خپرندویه ټولنې لخو د ۲۰۱۶ کال په لمړۍ میاشت کی  بازار ته وړاندي  کیږي اودریم چاپ یی دادی د ګرانو مینه والو لپاره په انترنت کې خپریږي . په درناوي .  مؤلف .

د کتاب د ډانلوډ دپاره دلته کليک وکړې

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012