Reshtia

Tuesday, October 15, 2013 21:03

 

نړۍ د منځنۍ  په ورځ، د اکتوبر ۱۵، ۲۰۱۳ کال

افغانستان  :  د لوګر والي ارسلا جمال په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو. ويل کيږي چې چاودونکي مواد ده ته په ميکروفون کې ځای په ځای شوي و.  په لوګر کې د دې چاودنې مسؤليت چا نه دی منلی.
افغان کرکټ ټيم نړئ حيرانه کړې. دکرکټ  د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته دافغانستان د کرکټ د لوبډلې  رسیدل  د کرکټ ستر ټیمونه حیران کړیدي او وايي چې په دومره لږ موده کې او په دومره کمو امکاناتو د افغانستان غوندي جنګ ځپلي هېواد نه د یو ټیم  دومره سترو لوبو ته رسېدل غټه خبر ده .
عراق:  د عراق په کیرکوک ښار کې د سونيانو په يو ګڼ جومات کې چې ډير خلک د لوی اختر لمانځه ته پکې راغونډ شوي وو ، په يوې بمي چاودنې کې لږ تر لږه ۱۲  کسان وژل شوي دي.  
عربستان: د لوي  اختر لومړۍ ورځ په قربانيو ولمانځل شوه.  
ايران:  په ژنيوا کې د ايران د اټومي پروګرام پر سر خبرې پيل شوې. ا یراني مرکه چیان وايي له هغه راهیسې چې نوی ولسمشر حسن روحاني واک ته رسېدلی دی، د ایران د اټومي پروګرام په اړه له نړیوالو ځواکونو سره د خبرو اترو فضا مثبته شوې ده . له کله نه چې حسن روحاني ولسمر شويدی، دا د ايرانيانو د نړيوالې ټولنې سره د ايران د اټومي پروګرام په هکله لومړنۍ خبرې دي. دا خبرې په ژنيو کې د ايران او د نړيوالو ځواکونو د "پنځه جمع يو" ډلې ترمنځ تر سره شوې چې برتانيه، چين، فرانسه، روسيه او امريکا او دغه راز جرمني په کې گډون لري .
هغه لرغونې اثر (د سپينو زرو جام) چې د ايران رئيس جمهور حسن روحاني ته د امريکا د حکومت له خوا ډالۍ شوي و، ښکاري چې جعلي اثر دی. دغه اثر چې ښايي دوه زره اوسوه کاله پخواني وي،  يو ميليون ډالر ارزښت لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې خوښی څرګنده کړې وه چې امريکا د ايران يو لرغونې اثر بيرته د ايران خلکو ته سپاري.  خو د ایران د لرغونو اثارو د بنسټ پخوانی مشر حمید باقي وایي، پرته له څه شکه چې دغه اثر جعلی دی :
 
«لومړی خو له دغه شکله معلومیږي چې تقلبی دی، ځکه چې دغه شکل د ایران په لرغونو اثارو کې نه لیدل کیږي، دوهم له هنري اړخه چې کوم شکل لري، تیربیرځایونه لري او کوم جنس چې لري په عمومي ډول یې جعليتوب مشخص دی».
فليپين:  د فليپين په مرکزي سيمه کې يوې زوروي زلزې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي. د زلزې درجه ۲، ۷ اټکل شويده.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012