Reshtia

Sunday, October 13, 2013 20:04

 

نړۍ د يونئ  په ورځ، د اکتوبر ۱۳، ۲۰۱۳ کال

افغانستان  :  د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون د لاسليک کولو په هکله توافق منځ تر راغې. دغه توافق د کرزي او د امريکا د جمهور رئيس جان کيرې د اوږو خبرو وروسته لاس ته راغی. په دغه تړون کې د امريکاي عسکرو د مصؤنيت په هکله لا فيصله نده شوی. امريکا غواړي چې د امريکایي عسکر په افغانستان کې  د جرم او يا جنايت په صورت کې د امريکا په قضا کې محکمه شي.  کر زی غواړې چې دغه مسُله جرګې ته وړاندې کړي او د جرګې موافقه پرې تر لاسه کړي.
د انتخاباتو کميسيون د رياست جمهوري د نوماندانو له لست څخه  چې ټول ټال ۲۷ کسان نوماندان دي، يو کس د دل آقا کوهدامني په نوم لرې کړې دی. ويل کيږي چې دغه کس  رياست جمهوري د نوماندانو شرايط نه و برابر کړي.  اوس مهال د  رياست جمهوري د ټاکنو دپاره ۲۶ نوماندان پاتي دي.
يو امريکايي عسکر هغه مهال ووژل شول چې يو تن  افغان په عسکري يونيفورم کې د بهرنيانو په يو ګروپ چې په تمرين بوخت و، ډزې وکړې. دغه پيښه د پکتيکا ولايت په شرنه ولسوالۍ کې منځ ته راغلې وه . ويل کيږي چې په دغه ډزو کې يو تن بهرنی  ټپي شوی هم دی.
هند: په مرکزي هندوستان، مدهیه پردېش ایالت کې پولیسانو ادعا کړې  چې  لږ تر لږه ( ۸۹) کسان د هندوانو په  یوه عبادت ځای کې د ټیل ماټیل پر مهال وژل شوي دي زيارت کوونکي د معبد د بنسټګر ټاکر انوکل د یوسل او پنځه وېشتم تلین په مناسبت د زيارت کولو دپاره راټول شوي وو .
عربستان: د سږکال د حج مراسم نن پیل شول.
ايټاليا: د سمندر په يوې بلې پيښې کې لږ تر لږه  ۲۷ مهاجر کډوال مړه شوي.
اسرائيل: اسرائيليانو د فلسطين د غزا خط او د اسرائيل تر منځ ، يو د ځمکې لاندې تونل پيدا کړی او له منځه وړی دی. ويل کيږي چې د حماس ګوند له داسې ډول تونلونو څخه پخوا د اسرائيل په خاوره کې د خپلو فعاليتونو په ګټه کار اخيسته.
ويتنام: په سلهاوو زره ويتناميانو د جنرال Vo Nguyen Giap د مړې په مراسمو کې برخه واخسته. دغه جنرال د ۱۰۲ کالو په عمر ومړ. د ويتناميانو د تاريخ په کتاب کې دا جنرال هغه فاتح جنرال ونومول شو چې  فرانسويانو او امريکايانو ته يې  د ويتنام سره د جنګ پر مهال ماتې ورکړې وې . دغه جنرال د «سور ناپليون» په نوم مشهور  و.
اروپا: د جرمني يوې  اونيزې  Der Spiegel د اروپايي اتحاديې د پارلمان له وينا له مخې ليکي چې په اروپايي اتحاديه کې (۸۸۰۰۰۰) انسانان د غلامانو په څير ژوند کوي.  د دغه غلامانو د څلورمې برخې څخه زياتو نه يې د جنسي معاملو له ليارې ګټه اخستل کيږي.
روسيه: پوليسو د سانت پتربورګ په ښار کې د مفعولينو د حقوقود فعالينو د مظاهرې پر مهال څه دپاسه ۶۷ کسان ونيول. دغه نيونې هغه وخت پيل شوې چې د مفعولينو او د هغوئ د مخالفينو تر منځ جنګ ونښته.
سوريه: په شمالي سوريه کې د سره صليب ۶ کارکوونکي د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شويدي. د کارکوونکو هويت نه دی په ګوته شوی.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012