Reshtia

Thursday, October 17, 2013 7:04

 

نړۍ د څلورنۍ  په ورځ، د اکتوبر ۱۵، ۲۰۱۳ کال

 نن د خوړو نړيواله ورځ ده. د نړيوال د خوراک سازمان WFP  په وينا دا مهال په نړۍ کې ۸۵۰ ميلیونه کسان له لوږې سره مخامخ دي.
افغانستان  : 
خیبر پښتونخوا: د خيبر پښتونخوا د قانون وزير اسرارالله ګنډا پرون په ډيره اسمعيل خان کې د خپل کور په مخ کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. اسرار الله د تحریک انصاف لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې وژل کېږي . د بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د ولسمشريزو نوماندانو لومړنى نوملړ په ډاگه کړي، دغه نوملړ اوس د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی چې  د نوماندانو د دوه ګونی تابعیت مالوم کړي. دا مهال اولسمشرۍ ته د کانديدو نوماندانو شمير ۲۶ تنو ته رسيږي. صبغت الله مجددي د يو وړې جرګګې سره د نوماندانو تر منځ بوخت دی چې دغه د نوماندانو نوملړ راکم کړي. هغه د بيلابيلو نوماندانو په منځ کې جرګه کيږي چې يا د ولسمشرۍ څخه تير شي او يا د يو بل نوماند سره يو ځای شي.  
سوريه:
د دمشق، لويديځ او ختيځ غوطه کې ځينو علماوو په دغه سيمو کې د خوراک د ليږدولو د بنديز له کبله، د پيشوګانو، سپو او خرو د غوښو د خوړولو فتوا صادره کړې ده. دغه فتوا د ولوږې نه د مړينې د مخنيوې دپاره شوې ده. ويل کيږي چې د يادو شوو سيمو شااو خوا ۶۰۰ زره کسان د حکومتي پوځونو د کلابندۍ لاندې دي چې نه دوادرمل او نه خواړه ورپريښودل کيږي.
د سوريې سويلي درعار ښار کې د يومه چاودنې له امله ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې دی. ويل کې چې دا چاودنه د پوځيانو له خوا د يو خښ کړې شوي بم  له کبله رامنځ ته شويده.
جاپان:
په جاپان کې د ويفا نومې توپان ۱۳ کسان وژلي دي. څلويښت تنه نور ورک دي. د ليږديدلي توپان ګړنديتوب ۱۸۰ کيلومتر په ساعت کې اټکل شويدی. دغه توپان د ارام سمندر نه د توکيو پر هونشو لوی ټاپو ورغلی دی.
انګلستان:
د لندن د ساینس په موزیم کې د تري ډي پرنټنګ په برخه کې د تازه نوښتونو په اړه یو نندارتون پرانستل شو. سوزي انتوني د نندارتون جوړونکې وایي:  تري ډي پرنټنګ به په راتلونکي کې د تکنالوژۍ په برخه کې ډېر نوښتونه وزېـږوي . پروفیسور هاپ وایي د تري ډي پرنټنګ له برکته اوس دا ممکنه ده چې د انسان د مثانې درملنه هم وشي . په دې ډول چې لومړې به  د مثانې ناروغه برخه په نښه کېـږي. وروسته به د هماغې خرابې برخې په قالب برابر نسج په لابراتوار کې رغول کېـږي. بلاخره همدا تازه نسج  به د خرابې برخې پر ځای لګول کېـږي . همدارنګه  د همدې ډېزاین په مرسته به په راتلونکي کې داسې الوتکې جوړې شي چې وزن یې د اوسنیو الوتکو په پرتله ډير کم وي .
پارګوای:
۱۰۳ کلن بوډا مين خوسيه مانويل اريل وروسته د ۸۰ کلو مينې څخه د خپلې ۹۹ کلنې معشوقې مارتينا لوپيز سره واده وکړ. دغو مراسمو ته د میړه او ښځې دواړو اته سره اولاده، ۵۰ لمسیان، ۳۵ کړوسیان او ۲۰ کودیان هم حاضر وو .
ګرجستان:
نن د ګرجستان د دفاع وزير په ډاګه کړه چې د دوئ ۱۵۵ تنه عسکر نن له افغانستان څخه ووتل.
هالند:
وروستي ۶ هالندي پوځيان چې په کندز کې پوليسو ته تعليمې دنده تر سره کوله، نن له افغانستان څخه خپلو کورونو ته ستانه شول.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012