Reshtia

Friday, October 18, 2013 17:02

 

نړۍ د پنځنۍ  په ورځ، د اکتوبر ۱۷، ۲۰۱۳ کال

افغانستان:
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په ډاګه کړه چې دوئ خپل وزارت په کابل کې بند کړې دی. د سفارت د بنديدو دليل نه دې په ډاګه شوې. خو د ځينو روځپاڼو له خولې ويل کيږي چې ګوندې په سفارت د يوې احتمالي حملې خطر موجود دی. جرمني په راتلونکي کال کې خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.
ايران:

د ايران د اتومي پروګرام پر سر د نړۍ د پنځو ځواکمنو هېوادونو او تهران ترمنځ د خبرو دويم پړاو په جينیوا کې په مثبته فضا کې پای ته ورسېد . د مذاکراتو ګډونوالو دغه راز پرېکړه وکړه له بلې ليدنې وړاندې بايد د بنديزونو او د ايران د اتومي پروګرام او ۵+۱ هېوادونو متخصيصين سره وګوري، چې په اختلافي ټکو خبرې وکړې او عملي ګامونه پورته کړي.
د بخښنې نړېوال سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې؛ اوه ديرش کلن بندي علي رضا دی بيا د دوهم ځل دپاره په دار و نه ځړول شي. علي رضا له لومړي ځل راځړولو وروسته ژوندی پاتې شوی دی. دی تيره اوونۍ د نشه يي موادو د قاچاق په جرم د ايران د شمال ختيځ په بجنورد زندان کې په دار وځړول شو.  ډاکترانو د هغه د مرګ تصديق وکړ. خو د يخ په خونه کې له يوې شپې تيريدو وروسته علي رضا ر اژوندی شو.   هغه قاضي چې په ده يې د اعدام حکم صادر کړی و، وويل چې د اعدام مانا مرګ دي او علي رضا بايد مړ شي.
د بشري حقونو يوې ډلې ويلي دي چې ايرن سږکال پنځه سوه اته کسان اعدام کړي دي.
عراق:

د عراق په شمال کې يوې ځان وژونکي چاودنې چې د چاوديدونکو موادو يو ډک موټر و، د لس کسانو ژوند واخيست. د چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
ټايلنډ:

د "لاووس" هيواد يوه الوتکه پرون د تايلنډ او ويتنام ترمنځ په ميکونګ سين کې ولوېده . د تايلنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې؛ د الوتکې ټوله ۴۴ سپرلي وژل شوې ده .

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012