Reshtia

Friday, October 18, 2013 17:08

 

نړۍ د اوونۍ په ورځ، د اکتوبر ۱۸، ۲۰۱۳ کال

افغانستان:
د کابل په ختيځ کې د امريکايانو په يو کتار وروسته له دوه بمي چاودونو، سخته جګړه پيل شوې.
عربستان:
عربستان د امنيت په شورا کې د رايو له ليارې ګټلې پوست رد کړ. د عربستان د بهرنيو چارو وزارت  د امنيت په شورا کې د سيټ د رد کولو علت داسې څرګند کړې چې امنيت شورا د خپل صلاحيت او مسؤليت له مخې د دې جوګه شوې نده چې په نړۍ کې د جنګ جګړو مخه ونيسه.
فرانسه:
په فرانسه کې ښاروال نور نه شي کولای چې د دوه سړو (مفعولينو) د واده ممانعت وکړي، که څه هم هغه د دغه واده مخالف وي.  د فرانسې د اساسې قانون شورا نن دغه فيصله وړاندې کړه. وروسته له دې په فرانسه کې سړي (مفعولين) کولای شي چې بې له کوم ممانعت څخه واده وکړي.
امريکا:
ارنولد شوارزينګر د فلمونو مشهور هنر پیشه چې د کاليفورنيا ښاروال هم دي، په ډاګه کړې ده چې دی په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا د رئيس جمهور پوست ته  غواړي ځان کانديد کړي. د ده په مخکې يواځينې خنډ دا دی چې دی په امريکا کې نه دی ځيږيدلی. د امريکا د اساسې قانون له مخې د امريکا رياست جمهوري ته د کا نديدو دپاره يو له شرايطو څخه دا دی چې نوماند بايد په امريکا کې زيږيدلی وي.
هند:
د هند په سويلي ايالت تمل ناډوکې پوليس وايي چې سمندري ځواکونو يې د امريکا يوه بېړۍ چې وسلې په کې دي او په غير قانوني ډول د هند اوبو ته داخله شوې له عملې سره يو ځای نيولې ده . د دغې باروړونکې بېړۍ عمله ۳۵ کسه دي، چې د هند، برتانيا، اوکراين او ايستونيا اتباع په کې دي .
نن د هند پوځيانو د روسي پوځيانو سره يوځای د هند د راجستان په دښته په ګډه پوځي تمرينات شروع کړ. دغه تمرينات ټاکل شوې ده چې د لسو ورځو دپاره وي. د تمريناتو موخه د پوځي وړتيا لوړيدل ښودل شوې.
انګلستان:
ملاله يوسفزۍ نن په لندن کې د بکنګهم په ماڼۍ کې د انګلستان د ملکې اليزابت  سره ګوري.
هالند:
په هاک کې د روسيې سفارت ته د ځينو کسانو له خوا د ننوتلو هڅې شوي دي. په هالند کې پوليس وايي چې په دې هکله به څيړنې وکړي چې دا هڅې د چا له خوا شوي دي. د هالند د بهرني چارو وزارت د دې پيښې له امله بښنه غوښتې ده.
په دې وروستيو کې د دواړو ملکونو له خوا په بيلابيلو ډولونو پيښې رامنځ ته شوي چې د دواړو ملکونو تر منځ يې راوبط ترينګلي کړي دي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012