Reshtia

Saturday, October 19, 2013 20:06

 

نړۍ:  د خالي  ورځ، د اکتوبر ۱۹، ۲۰۱۳ کال

افغانستان:
ولسي جرګي ته د حکومت پر کړنو د ځانګړي کميسيون له خوا د د ۱۶۰۰۰ کسانو د ځمکو د غاصبينو  نوملړ وړاندې شوی دی. ولسي جرګه وايي چې په دې هکله به لارې چارې ولټوي چې څنګه دغه  غصب شوې ځمکې بيرته له غاصبينو څخه لاس ته راوړې. دغه غصب شوې ځمکې د يو نيم مليون جريبو په شااو خوا کې دي چې ارزش يې له اوه ميليارده ډالرو زيات ښودل شوی دی.  بې بې سي
طالبان وايي چې په پرو ني بريد کې چې د قابل باې او د ګمرک تر منځ د بهرنيانو په يو کتار سر ته رسيدلی و، د بهرنيانو دوه عرادې  تخريب او ۸ کسان  بهرنيان وژل شوي دي.  ‌‌ذبيح الله مجاهد د طالبانو وياند
طالبانو ویلي دي چې په اسلامي نړۍ کې د لوېدیځ د نفوذ او اغېز د پای ته رسولو دپاره پکار ده چې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړای شي . دوئ ژمنه کړې چې په دواړو هيوادونو کې (پاکستان او افغانستان) د رژیمونو تر ړنګولو پوري به له جګړې لاس وانخلي. دوئ ویلي چې د دواړو هیوادونو رژیمونو له لوېدیځو سیستمونو څخه الهام اخیستی دی. ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه.
ټاکل شويده چې حامد کرزی به د راتلونکې دوه نۍ په ورځ په يو رسمي سفر تاجکستان ته ځي. په پام کې ده چې د دې سفر په لړ کې د دواړه هيوادونو تر منځ د همکارۍ سندونه هم امضا شي. اویستا خبري اژانس.
ټاکل شويده چې نن به د انتخاباتو کميسيون د جمهوري رياست ته د نوماندانو نوملړ وړاندي کوي. د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې تراوسه ۲۶ تنه چې یوه یې ښځه ده  ولاړ دي او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره ۳۰۵۸ تنو خپل نومونه لیکلي دي چې ۳۳۴ تنه یې ښځې دي. د امريکا غږ.
سوريه:
د سوريې په دمشق کې د يوه ځوانمرګي بريد کوونکي په بريد کې ۱۶ تنه د سورېې عسکر وژل شوي دي.  بې بې سي
رومانيا:
د رومانيا د دفاعي چارو وزير ميرسيه دسيا او د امريکا د دفاعي چارو وزير چک هيګل په افغانستان کې د امريکايي عسکرو په لوژستيکي چارو باندې سلا ته ورسيدل.  د دغه تړون له مخې به  رومانيا، افغانستان ته د امريکايي سرتيرو د تگ راتگ او همداراز د وسايلو او تجهيزاتو په لېږد رالېږد کې مرسته کوي . بې بې سي
ملګري ملتونه:

ملګرو ملتونو له امريکا څخه غوښتي چې د ډرون د حملو په افغانستان کې او په نورو هيوادونو کې د ملکي خلکو تلفات په ډاګه کړي. پاکستاني چارواکي په دې هکله وايي چې د ډرون په حملو له  ۲۰۰۴ کال راهيسې تر اوسه پورې۲۳۰۰  تنه وژل شوي دي چې له دې ډلې څخه يواځې ۴۰۰ تنه ملکي کسان دي.   بې بې سي
پاکستان:
د پاکستان صدراعظم نواز شريف نن د امريکا رئيس جمهور بارک اوباما د ليدو دپاره امريکا ته راون شو. ټاکل شويده چې دی به په راتلونکې اوونۍ کې د څلورنۍ په روځ د بارک اوباما سره ګوري. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په يوه اعلاميه کې وويل چې د دوئ خبرې به د سيمې د امنيت په هکله د افغانستان څخه د امريکايانو له وتلو وروسته او د ډرون د حملو په اړه  وي. امريکا غږ.
سوماليا:
د سومالیا په یوه مرکزي ښار (بیلیدویني) کې نن په یوه رسټورانټ کې په انتحاري حمله کې دولس تنه وژل شوي او لس تنه زخمیان دي . ويل کيږي چې حمله کوونکي چاوديدونکي مواد په سينه پوري تړلي و او رستورانت ته له ننوتو ورسته يې ځان والوزاوه.  د سوماليې دې سيمې ته د افريقايي اتحادېې سوله ساتي ځواکونه استول شوي دي. ازادي راډيو.
بلجيم:
د يوې الوتکي د لويدو له کبله ۱۱ کسال وژل شوي دي.  دا هغه جهاز و چې پراشوتستان پکې ناست و. له لويدو ورسته ځينې پراشوټونه خلاص ليدل شوي دي. داسې ګمان کيږي چې ځينو کسان به د ځان د ژغورولو دپاره ناکامه هڅې هم کړې وي. اې ان پې .
هند:

غير قانوني  څښونکو اوبو نن په د هند په  اتراپرديښ کې د ټول ټال ۳۷ کسانو ژوند واخيست. په هند کې اکثراُ د غيرقانوني کورني څښونکو موادو له وجې خلک مري. اې ان پې.

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012