Reshtia


 

     

هیواد دپخوانی جمهوررییس  حفیظ الله امین دشهادت   او  پرافغانستان باندی دسرو لښکرودیرغل  د۳۵ کلیزی یاد غونډه

د۱۳۹۳ کال دجدي په ۶ نیټه چې د۲۰۱۴ میلادي کال ددسمبرله ۲۷ نیټې سره برابره ده دشنبې په ورځ د ماسپښین په ۳ بجویوه پراخه غونډه د جرمني د هامبورګ په ښارکې جوړه شوه. په دې غونډه کې یو زیات شمیر افغا نانو دانګلستان  اطریش ، بلژیک ، جرمني ، دنمارک ، ناروې ، سویدن او هالند دهیوادو څخه ګډون کړی وو.

27dec
غونډه دداکتر مصطفی امن له خوادقران شریف دڅو مبارکوآیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې دپروګرام د تنظیمونکې وږمې امین له خوا حاضرینو ته ښه راغلاست وویل شو . وروسته مارزک امین ، محمد بشیربشریار ، نظیف الله نهضت، شاه ولي ارین، عبدالغني بارکزي، پیښوری شینواری، غلام حضرت احساس او حبیب الرحمن حبیبي د موضوع په اړوند ویناوې وکړې. همدارنګه دهیواد نومیالي شاعر علي ګل پیوند خپل شعر حاضرینو ته واوراوه.
د غونډی ګډون کوونکود۱۳۵۸کال دجدي ۶ (د۱۹۷۹ کال ددسامبر ۲۷) دهیواد په تاریخ کې یوه توره او کرغیړنه ورځ وبلله او زمونږ دګران هیواد په پاکه خاوره یې دسرولښکرو بیرحمانه او وحشیانه تیری چې دټولونړیوالونورمونو او قوانینو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر خلاف سرته ورسید، په کلکو ټکو وغانده. شوروي استعماري قوتونو زمونږ د هیواد ملي اوقانوني دولت رانسکور او ددولت مشر ، ملي اتل حفیظ الله امین یې په شهادت ورساوه. شوروي نیواکګرو زمونږ په هیوادد خپلې استعماري سلطې دټینګولو په موخه یو لاسپوڅی رژیم ددتاریخ دیوې تورې څیرې ببرک کارمل په مشرۍ دقدرت په ګدۍ کیناوه.
شهید حفیظ الله امین چې په هیواد مین  ملي شخصیت وو او هیڅکله یې هم پر هیواددپردیوسلطه نه شوای منلای دهیواددخپلواکۍ دساتلو په لار کې خپله سینه ددښمن مرمۍ ته سپرکړه او دشوروي استعمارپر ضد دافغانستان دخلکو دجهاد اومبارزې د لومړني شهید ویاړ یې تر لاسه کړ.
دغونډې ګډونکوونکو دشوروي استعمارپرضد دجهاد اومبارزې دلارې ټولو شهیدانوته ددرناوي سر ټیټ او دهغوئ پاک روح ته یې دعا وکړه. دوئ د ۱۳۵۸ کال دجدي شپږمه دافغانستان د خلکو دوروستیو ناخوالو پیلامه اوزمونږ په هیواد کې اوسنی ناورین ، دهغه زیږنده او ادامه بولي.
دغونډې په دوهمه برخه کې دشهید حفیظ الله امین  فکري اوفرهنګي بنسټ ترنامه لاندې د بنسټ داساسنامې مسوده دحبیب الرحمن حبیبی له خوا غونډی ته وړاندی شوه چی د یو شمیربدلونونو په راوړلو سره د بنسټ د موسسینو له خوا تایید او« دشهید حفیظ الله امین فکري اوفرهنګي بنسټ »تاسیس اعلان شو چې ډیر ژر به یې انترنتي سایت په خپرونوپيل وکړي .
غونډه دوږمې امین له خوا ګډون کوونکو ته دمننې په ویلو سره دماښام په ۷ بجو  پای ته ورسیده.
                                                          وږمه امین


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012