Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

 
بسم الله الرحمن الرحيم
 

د خواخوږۍ خبرتيا

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ډګروال عبدالقدوس خان پرون د شنبه په ورځ د جنوري په ۲۶ مه  د سويدن په مالمو ښار کې د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله سترګي له فاني دنيا څخه پټې کړې.
انالله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډګروال عبدالقدوس خان د ملي دفاع  وزارت  د چوکاټ په بيلابيلو پوستونو کې د خپل دين او هيواد په ميړانه ساتنه کړې او د دغه لارې يې د خپل عمر زياته برخه د خپلو خلکو او وطن په چوپړ کې  په پوره  ايماندارۍ او رښتينولۍ سره تيره کړې وه.
اروښاد عبدالقدوس خان  د خپلو خلکو د سوکالۍ،هوساينې او  پرمختګ  دپاره د افغانستان  ملي يووالي ګوند د هیلو او ارمانونو سره سم  نه ستړې کيدونکې مبارزې کړي دي.  ده د افغانستان د اوسنۍ غميزې څخه د ژغورولو لار د افغانانو په يووالي کې ليدله او په دغه لار کې يې  هلې ځلې نه هيريدونکي  دي.
د اروښاد عبدالقدوس خان مړينه نه يواځې د ده د کورنۍ او خپلوانو دپاره، بلکې د افغانستان د ملي يووالي ګوند او د او د ټولو ملي هيواد پالو  دپاره يوه ستره ضايعه ده.
د افغانستان د ملي يووالي ګوند اروپايي شورا د اروښاد عبدالقدوس خان د مړينې له کبله خپل د غمرازۍ او تسليت مراتب د ده درنې کورنۍته  او د دوئ  ټولو خواخوږو او دوستانو ته وړاندې کوي.  روح دې ښاد او ياد دې تل وي.

د افغانستان د ملي يووالي ګوند اروپايي شورا

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012