Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

 

بسم ا لله الرحمن الرحیم

 

دایساف د وسله والو ځواکونو په بمباریو کې له زانګونه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومان د ترهګرو په نوم قتل شول !

په شیګل کې د طالبانو په نوم   د معصومو ماشومانو عام  قتل پر افغانانو باندې دیرغلګرو استعماري ځواکونو د ظلمونو  د لړۍ یوه برخه ده . یرغلګرو ځواکونو ، په تیره بیا د امریکې وحشي هوایي بمباریو دافغانستان په ټولو برخو کې ډیر شمیر بیګناه افغانان له منځه وړي اوعام قتلونه یې سر ته رسولي دي اوتر څوچې په افغانستان کې شتون ولري نور داسې قتلونه  به  هم سرته ورسوي . په شیګل اونوروځایونو کې دتروریزم سره دمبارزې په نوم  په زرګونوبیګناه ښځو او ماشومانوټولوژنې دامریکې دمتحده ایالتونو، چې ځان د بشر د حقوقو څخه د دفاع ټیکه دار بولي ، دتروریزم سره د دوﺉ دمبارزې ماهیت بربنډوي . افغانان او نړیوال  بایدپوه شي  چې دامریکې اوناټو دا ډول کړنې دتروریزم سره مبارزه نه بلکې تروریزم دی چې افغان  ولس یې په وینو او اوښکو کې ډوب کړی  او دغم په ټغر یې کینولی دی . نوځکه نه یواځې افغانان ،بلکې ټول هغه نړیوال چې په افغانستان کې دسولې ټینګیدو اودبشر حقوقو ته په درناوي کولو باور لري د امریکې اومتحدینو دا ډول کړنې غندي او دمخنیوي غوښتنه یې کوي  .   
په  داسې حال کې چې دافغانستان ملي یووالي ګوند په شیګل اوهیواد په نورو ځایونوکې دامریکایې الوتکو بمباري او دبیګناه خلکو په تیره بیا د معصومو ماشومانو قتلول غندي  اودتل بندولو غوښتنه یې کوي ، دداسې وحشیانه بمباریو قربانیانو او دمعصومو ماشومانو میندو ،پلرونو ،خپلوانو او دشیګل اوهیواد  ټولو خلکوته خپله ژوره خواخوږي او خپګان  څرګندوي ، له خدای پاک ( ج ) نه ورته  جمیل صبر ، اجرونه اوپه ټولو داسې ظلمونوبریالیتوب غواړي .
ومن الله التوفیق            
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي  
دافغانستان ملي یووالي ګوندمشر 
د ۱۳۹۲ کال د اوري ۲۰


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012