Reshtia

Saturday, June 1, 2013 19:16

 

د جون ۱، ۲۰۱۳ کال    

د فرانسويانو د پوځيانو وژونونکی افغاني عسکر په رشوت مقرر شوی و

د فرانسوي خبري اداري وينا ده چې هغه ۲۱ کلن افغاني عسکر چې ۴ څلور فرانسوي نظاميان يې په ډزو هلاک کړي و، په پوځ کې د ټاکل کيدو دپاره رشوت ورکړی و. د فرانسې دغه خبري اداره د يوه امريکايي سايت McClatchy  په حواله خبر ورکوي چې د روان کال د جنوري په شلمه نيټه د څلورو وژل شوو فرانسويانو وژونکی افغاني عسکر د خپل مقرريدو دپاره رشوت ورکړي و. د دغه افغان پوځې سره د مقرريدو په وخت تذکره نه وه او پنځه سوه افغانۍ رشوت يې ورکړی و.  ۸ مياشتې وروسته له مقرريدو څخه د تعليم پر مهال وتښتيد او پيښور ته ولاړ چې وروسته له څه مودې بيرته کابل ته راغې او بيا د ۸۰۰ افغانيو په رشوت ورکولو سره بيرته مقرر شو. د رپورټ له مخې د فرانسوي پوځيانو د وژولو د محرک عامل په هکله دغه افغان پوځي ويلي دي چې د طالبانو په جسدونو د امريکايي پوځيانو متيازې کولو د ويډيو په ليدلو سره دی ډير خفه او په قهر شوی و. د فرانسويانو د پوځيانو د وژل کيدو څخه وروسته سرکوزي د فرانسې رئيس جمهور سمدلاسه د خپلو عسکرو وتل له افغانستان څخه اعلان کړل. د فرانسې عسکر به د ۲۰۱۳ کال تر اخره پورې له افغانستانه څخه ووزي. د رپورټ له مخې په تيرو څلورو کلونو کې د ناټو پر خلاف د افغاني پوځيانو حملې  ۴۰ حملو ته رسيږي.

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012