Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د نومبر ۲ ، ۲۰۱۲ کال

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د افغانستان ملي یووالي ګوند اعلامیه !

په  دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان  د پاره د امریکې  ځانګړي استازي او وروسته د هغه په تایید په افغانستان کې دامریکې سفیر په  ډاګه کړه ،چې د امریکې متحده ایالتونه د برطانیې استعماري  دولت له خوا دافغان واحدملت  د ویشلو کرښه ( ډیورنډ) دافغانستان اوپاکستان تر منځ د نړیوال برید په څیر په رسمیت پیژني  . چې دا د امریکې د رسمي مقاماتوله خوا دافغانستان دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د امریکایانو له دښمنۍ ډک دریځ څرګندوي . د افغان واحد ملت د ویش دې استعماري کرښې په هکله دامریکې دحکومت وروستۍ څرګندونې سربیره پر دې ، چې  د افغانانو په وړاندې له دښمنۍ ډک دریځ اود غاصب پنجاب او استعماري ځواکونو په څنګ کې ودریدل دي ، پخپله د امریکایي سیاست استعماري خصلت په ګوته کول دي ، چې پایله به  یې دخپل ځان په وړاندې دافغانانو ژوره کرکه وي او بس . په داسې حال کې چې دافغانستان ملي یووالي ګوند دامریکې  دا ناوړه دریځ  په افغانستان کې دامریکې داستعماري سیاست د ناکامۍ غبرګون ګڼي ، خپل دریځ په لاندې ډول اعلانوي :
 
۱ـ د افغانستان ملي یووالي ګوند  دامریکې  له خوا د ډیورنډ د  استعماري کرښې  په رسمیت پیژندل، دبشر دحقوقو سره په ضدیت کې د استعمارچیانو په لیکه کې ودریدل او د افغانستان دخلکو سره د دښمنۍ ډک چلندګڼي ،په کلکه یې غندي او مردود یې بولي .
 
۲ – له اموڅخه تر اباسینه پورې دټولوافغانانوګډه مبارزه یواځینۍ لار ده ، چې د ډیورنډ د استعماري کرښې توطیه شنډه کړي  او ویشل شوی افغانستان  بیرته یوشي .
 
۳ـ تر څو د ډیورنډ استعماري کرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان  بیرته یونه شي ، په افغانستان اوسیمه کې د سولې او ثبات ټینګیدل  ناشونی کاردی .
 
۴ ـ  له ټولو ملي وطنپالوشخصیتونو ،ډلو اوځواکونو څخه هیله کیږي ، چې د افغان ملت په وړاندې د ډیورنډ د استعماري کرښې توطیې د شنډولوپه خاطر دیوګډ ملي دریځ په نیولو سره  د خپلې خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي .

۵ـ  د افغانستان ملي یووالي ګوند به د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی دیوستر ملي ارمان په څیر ګڼي او دې ارمان ته  د رسیدو په لار کې به له هیڅ ډول هلوځلو او سرښندنو څخه ډډه نه کوي .
 
ومن الله التوفیق
دافغانستان ملي یووالي ګوند اجراییه بیورو

د ۲۰۱۲ کال داکتوبر ۲۷

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012