Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

رئيس جمهور هولنده Hollande غواړي فرانسوي عسکر له افغانستان څخه ووځي

۱۹ د مې ۲۰۱۲ کال :  د فرانسې نوي رئيس جمهور Francois Hollande د تيرې جمعې په ورځ سپينې ماڼۍ ته د خپل لومړني سفر پر مهال  په بيا ځل خپل تصميم په ډاګه کړ چې د دې کال تر اخره پورې به خپلې قواوې له افغانستان څخه وباسي .
«ما د امريکا رئيس جمهور بارک اوباما ته وويل چې موږ به خپل عسکر له افغانستان څخه د دې کال تر آخره پورې راوباسو»، د هولنده په وينا.
«ما هم دا وويل چې د فرانسويانو حمايت به په يو او يا بل شکل تل موجود وي».
دا په داسې حال کې چې واشنګټن تيره پنجشنبه وويل چې دوئ دا توقع لري چې پاريس تر ۲۰۱۴ کاله پورې خپلې مرستې د ايساف د قواوو سره په افغانستان کې جاري وساتي.
http://www.hbvl.be/nieuws/buitenland/aid1174964/president-hollande-wil-franse-troepen-uit-afghanistan.aspx

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012