Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

May 28, 2012

د ناټو۴ عسکر په افغانستان کې ووژل شول

د فرانس ۲۴ اسوشيټد پرس د خبر له مخې پرون د یونۍ (يکشنبه) په ورځ د ائتلاف په وينا ۴ د ناټو عسکر په بيلابيلو د سرک د غاړی مين - پيښو کې  مړه شول. ناټو په ډاګه کړيده چې دا څلور واړه پيښې د خالي (شنبه) په روځ واقع شويدي. دوئ د مړو په هکله نورتفصيلات ندي ورکړي او د هغوئ هويت يې نه دې په ډاګه کړی.
يو له هغوئ څخه فکر کيده چې  برتانوي عسکر  وي چې د خالي په ورځ د هلمند ولايت په نهر سراج سيمه کې په بم والوت . د برتانيې د دفاع وزارت ويلي دي چې دغه عسکر هغه  وخت مړ شو چې کله يې په  موټر باندې مين والوت.
يو بل د ناټو عسکر د اوونۍ (جمعې)  په ورځ د افغانستان په ختيځ کې په  مخامخ جګړه کې  له منځه ولاړ. نور تفصيلات په دې هکله ندې ورکړل شوي .

دا په دې مياشت که د ناټو د عسکرو ۳۳ مړي شول. سږکال د ناټو د مړو شمير ۱۶۵ ته ورسيد. د برتانوي عسکر د مړو شمير د دوئ د  راننوتلو څخه وروسته په دې لس کالو کې  ۴۱۴  تنو ته رسيږي.

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012