Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۸، ۲۰۱۲ کال

د هيلکوپټر راغورځيدل ۲  ناټو سرتيري مړه کړل

کابل – افغانستان: د اسوشيټد پرس خبر له مخې نن به ختيځ افغانستان کې د يو هيلکوپتر د راغورځيدو له امله ۲ تنه د ناټو عسکر له منځه تللي دي. دريم تن د افغانستان په جنوب کې په مخامخ جګړه کې له منځه وړل شويدی.
په دې سره د ناټو د عسکرو د مړو شميره په سږنې کال کې ۱۷۲ تنو ته ورسيده. ناټو په پلان کې لري چې د ۲۰۱۴ کال تر اخره پورې خپلې قواوې وباسي او د امنيت چارې افغاني لورې ته وسپاري.
د هيلکوپتر د غورځيدو علت ندې معلوم، ائتلاف وايي چې د غورځيدو په ځای کې کوم نظامي فعاليت شتون نه درلود.
يوه دوهمه د ائتلاف طياره هم د افغانستان به شرق کې د ايتلاف د خبر له مخې راغورځيدلې خو د مرګ ژوبلې کوم راپور ندی ورکړ شوی.
ځايي مقامات وايي چې دوئ د جهازونو د راغوځيدو د علت په لټه کې دي. د رپورټ له مخې د جهازونو د راغورځيدو له امله ځايي خلکو ته کوم تاوان نه دې رسيدلی.

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012