Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۶، ۲۰۱۲ کال

د امريکايي بې پيلوټه بمب غورځونکې ۴ تنه په ميرانشاه کې ووژل

ميرانشاه (SANA ):  نن د خالي په ورځ په شمالي وزير ستان کې د ميرانشاه په منطقه کې  د امريکايي بې پيلوټه بمب غورځونکې  په حمله کې لږ تر لږه څلور کسان مړه او يو شمير نور زخميان شول .
دغه حمله د ميرانشاه په سيمه کې چې د شمالي وزيرستان يوه مهمه قومي سيمه ده،  په يوه کور وشوه.  دغې حملې چې څو ساعته يې دوام وکړ د سيمې په خلکو کې ويره ګډه کړه. په ورستيو څلورو ورځو کې  وروسته د شيکاګو د سرانو د غونډې څخه دا دريمه حمله ده چې  د بې پيلوټه طيارو له خوا په دغه سيمه باندې سرته رسيږي.
د تفصيلاتو له مخې امريکايي بې پيلوټه طيارې  په يوه کور مزايل وويشتل چې په هغې کې څلور کسان ووژل شول. د دغو کسانو هويت  لا نه دی په ګوته شوی.
http://www.sananews.net/english/us-drone-attack-kills-four-in-miranshah /

تبصره: د امريکا د بې پيلوټه طيارو دغه ډول حملې په سلهاوو زره  بيګناه پښتانه په لراو بر کې شهيدان کړي دي، خو د بشر د حقوقو د مدافعينو د خولو څخه هيڅکله هم  غږ  و نه خوت  چې امريکا به تر کومې دغه جينو سايد ته دوام ورکوي او ولې دغه  بيګناه خلک  وژل کيږي؟  

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012