Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۱۸، ۲۰۱۲ کال
بسم الله الرحمن الرحيم
 

د افغانستان ملي يووالي ګوند د مبارکۍ پيغام

د افغانستان ملي يووالي ګوند په دې توګه د افغانستان او نړۍ ټولو متدينو او مسلمانو ولسونو ته د روژې د مبارکې مياشتې د فريضې د ادا کولو او وړوکي اختر په رارسيدو سره د زړه له کومې مبارکي وايي.  له خدای پاک (ج) څخه غواړي چې د روژې د مبارکې مياشتې او نيکمرغه ورړوکي اختر په برکت سره زموږ متدين مسلمان ملت د نړۍ او سيمې د استکباري يرغلګرو ځواکونو د تيريو، لاسوهنو او توطيو له تاړاک نه وژغوري . افغان سپيڅلي ولس ته ټينګ يووالی او سوله ايز ژوند په برخه کړي او ټول دښمنان يې سپک، ناکام  او له شرمونکې ماتې سره مخامخ کړي .
همدارنګه له خدای پاک (ج) څخه غواړي چې افغانان د خپلو ملي نواميسو (يوې رښتينې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا) لاس ته راوړو دپاره د دښمنانو د «بيل يې کړه، ايل يې کړه» ټولې توطيې شنډې کړي ، په خپل ټينګ يووالي سره دا وړتيا پيدا کړي چې خپل ستر تاريخي افغانستان بیرته جوړ او د ټولو دښمنانو د تيريو، لاسوهنو، توطيو او ګواښونو څخه يې خوندي وساتي .
و من الله التوفيق

د افغانستان ملي يووالي ګوند د مشر تابه له خوا


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012